د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان او څیړونکي د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې نرموالی ویني


که له یوې خوا د کابل په نړیوال کنفرانس کې بسپنه وروکوونکي پدې خاطر راټول شوي وو چې د افغانستان په راتلونکو باندې غور او فکر وکړي خو له بلې خوا د افغانستان او پاکستان د حکومتونو د اړیکو د ښه کیدو یو څه نښې او نښانې هم لیدل شویدي.

د کالونو راپدیخوا افغانستان او پاکستان چندانې ښه ګاونډیان نه وو. د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي په کراتو د پاکستان په استخباراتو باندې دا تور لګولی چې هغو سخت دریزو ته پخپله خاوره کې پناه ورکوي او مرستې ورسره کوي چې په افغانستان کې حملې کوي. خو پاکستان تل دا تورونه رد کړیدی.

خو داسې ښکاري چې په روان میلادي کال کې د دغو ګاونډیو هیوادنو اړیکې ښې شویدي. د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي او د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د مارچ په میاشت کې په اسلام آباد کې د روغې جوړې د ښکاره کولو په خاطر سره وکتل.

همدارنګه د جون د میاشتې په 18 مې نیټې د امریکا په هڅونې سره افغانستان او پاکستان د ترانزیت او سوداګرۍ یو تړون لاسلیک کړ چې دا د 1960 د لسیزې راپدیخوا د دواړو هیوادونو تر منځ لومړنی دوه اړخیز تړون ګڼل کیږي. امریکایي چارواکو هم ویلي دي چې دا یوه ښه معامله وه.

خو د اړیکو د نرموالي علت څه شی کیدی شي؟

کارپوهان او څیړونکي د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې نرموالی ویني
کارپوهان او څیړونکي د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې نرموالی ویني

د جنوبي آسیا د هیوادونو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت پخوانۍ مرستیاله میرمن تیریسیتا شافر وایي چې افغان جمهور رییس حامد کرزي د پاکستان سره اړیکې د 2011 میلادي کال د جولای د نیټې په خاطر ښې کړیدي ځکه دا هغه نیټه ده چې جمهور رییس اوباما ویلي دي د افغانستان شرایطو ته په کتو سره به د هغه هیواد نه د امریکایي عسکرو راوتل پیل شي.

" زه فکر کوم چې د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی به دې نتیجې ته رسیدلی وي چې د پاکستان سره د نږدې نه کار کول یې په ګټه تمامیږي. او زه فکر کوم چې دا کار به یې تر ډیره حده د 2011 میلادي کال د جولای د نیټې په خاطر هم کړی وي. د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړیکو د ښه کیدو او نږدې والی تل د افغانانو لخوا اخلال شویدی. افغانان به بالاخره د واقعي افغانانو په شان عمل وکړي او پریکړه به وکړي چې هغوي د پردیو د لاس وهنو نه ستړي شویدي او د پاکستاني وروڼو په خلاف به راپورته شي.

په افغانستان کې اثر و رسوخ لرل د زیاتې مودې راپدیخوا د پاکستان د وصولو یوه مهمه برخه ده. پاکستان پدې خاطر په افغانستان کې د ځان لپاره ځای لټوي چې هندوستان دیته پرینږدي چې هلته نفوذ وکړي.

له بلې خوا کارپوهان وایی چې هندوستان په افغانستان کې خپل سیاسي او اقتصادي اسر و رسوخ تر ډیره حده د پاکستان د وارخطا کولو لپاره کوي.

د واشنګټن ډي سي د جورج ټاون د پوهنتون یوه پروفیسره کرسټاین فایر چې پاکستان ته د یوه اوږده سفر لپاره تللې ده وایي چې هند هم د 2011 کال د جولای نیټې ته ګوري. او پدې پوهیږي چې په افغانستان کې یې د نفوذ کولو لپاره زیات وخت ندی پاتې او پدې هم پوهیږي چې پاکستان د هغوي په فعالیتونو باندې خبر دی.

" هندوستان تر اوسه پورې په افغانستان کې د امریکا د امنیت تر چتر لاندې په وړیا توګه خپلې ورځې شپې تیرولې او اوس زه فکر کوم چې په هندوستان کې خلک پدې سوچ کوي چې د امریکا تر وتلو وروسته به څه کوو. ځکه چې هندوستان د امریکا د امنیت د چتر نه پرته هغه څه په افغانستان کې نشي کولی چې تر اوسه یې کول. د افغانستان په ستونزې کې د لوبغاړو شمیر بیخې زیات دی او هر یو یې د خپل خطر د کمولو په خاطر یو څه کوي. "

امریکا د پاکستان او افغانستان د اړیکو په نرموالي باندې خوښه ده ځکه چې پدې سره په افغانستان کې سیاسي او پوځې چارې یو څه آرامه شي. رپوټ وایي چې امریکا اوس مهال په اصطلاح په هوا کې په رسۍ باندې روانه ده، ځکه چې امریکا باید چې په یوه وخت کې هم د طالبانو د بغاوت سره جګړه وکړي او هم د افغانستان د کمزوري او په اداري فساد کې ککړ حکومت ملاتړ وکړي. او همدارنګه باید چې کله نا کله د پاکستان حکومت دیته وهڅوي چې پخپله خاورې کې د جګړه مارانو پر ضد جدي اقدامات وکړي.

خو د کارپوهانو په نظر ځیني افغانان د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه کیدو باندې خوښ ندي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو یو پخوانی خاص استازی ښاغلی فرانسیز ویندرل وایي چې په افغانستان کې د اقلیت ډلې دا اندیښنه لري چې پدې کار سره به د جمهور رییس حامد کرزي او همدرانګه د پښتنو د قوم واک او قدرت زیاتیږي. ښاغلی فرانسیز وایي چې ځیني پښتانه به هم پدې کار ښایي چې خوښ نه وي.

" زه فکر کوم چې ځیني غیرې پښتانه قومونه او همدارنګه یو شمیر پخپله پښتانه به پدې باندې خپه وي، دغه غیرې پښتانه دا نه غواړي چې داسې معاملې دې وشي چې په هغې سره په حکومت کې د هغوي واک او اختیار له منځه ځي او اسر او رسوخ یې کمیږي. او بله دا چې زیات پښتانه هم د پاکستان پر ضد دي نو وبه ګورو چې دغه مینه تر څه وخته پورې دوام کوي."

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د افغانستان او پاکستان توپاني تاریخ ته په پام سره د اړیکو دغه نرموالی به د 2008 کال د پیښو په تکرار سره له منځه ولاړ شي. کله چې په هغه وخت کې دوه ځله ځانمرګي برید کوونکو د هندوستان په سفارت باندې حملې وکړلې نو طالبانو ددغو حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی ؤ خو د افغانستان حکومت د دغو حملو پړه په ضمني ډول په پاکستان باندې اچولې وه او ویلي یې وو چې دا د یو بهرني هیواد کار دی چې.

XS
SM
MD
LG