د لاس رسي وړ اتصالات

ولې افغانستان په اسانۍ سره بنګلدېش ته وبایلله


لوبه ګټل او بایلل لري، خو ښايي د افغان کرېکټ ډېرو مینوالو د خپلې لوبډلې د دا ډول ماتې هیله نه درلوده.
لوبه ګټل او بایلل لري، خو ښايي د افغان کرېکټ ډېرو مینوالو د خپلې لوبډلې د دا ډول ماتې هیله نه درلوده.

افغانستان د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې خپله لومړنۍ تاریخي لوبه وبایلله.

په هرې لوبې کې ګټل او بایلل وې، خو ښايي د کرېکټ ډېرو مینوالو له افغان لوبډلې د داسې یوې ماتې هیله نه درلوده.

بنګلدېش پچه وګټله او افغانستان ته یې د ۲۶۸ منډو هدف ورکړ خو د افغانستان ټوله لوبډله په ۱۶۲ منډو وسوځېدله.

د ماتې علتونه

د پچې پر بایللو سربېره، ځینې نور علتونه هم وو چې د افغان لوبډلې ماتې ته یې لاره هواره کړه.

افغان توپ اچوونکو د لوبې پیل ښه وکړ، خو د لوبې پر مهال د ځینو تخنیکي تېروتنو له کبله، بنګلدېش لوړ هدف وټاکه.

یو مهال مشفق الرحیم په ۴۱ منډو سوځېدلی و، خو لوبڅار ونه مانه او افغان لوبغاړو هم ښايي د کمې تجربې له کبله، د لوبڅار پرېکړه ونه ننګوله. مشفق الرحیم بیا په ۷۳ منډو وسوځېده.

افغان لوبغاړو د بنګلدېش د یو بل لوبغاړي تمیم اقبال په تړاوو هم یوه ورته تخنیکي تېروتنه وکړه.

همدغه راز، افغان توپ اچوونکو په دویمې پاور پلۍ کې چې له ۳۵-۴۰ اورو پورې وه، ښه بالینګ ونکړ، مشفق الرحیم او شکیب الحسن په دغو پنځو اورونو کې ۴۸ منډې وکړي، چې لوړ هدف یې وټاکه.

د افغان لوبډلې پر جوړښت نیوکې

د امریکا غږ ډېرو مینوالو چې د فیسبوک له لارې له موږ سره خپل نظریات شریک کړي، ټولو د لوبډلې پر ترکیب نیوکه کوله، په ننۍ لوبډلې کې عثمان غني او دولت ځدران نه وو. عثمان غني ځوان خو د پيل ښه منډه جوړوونکی دی. دولت ځدراڼ بیا د افغانستان یوه غښتلی توپ اچوونکی بلل کیږي، چې په ننۍ لوبې کې نه و او نه هم ترواسه د کرېکټ بورډ چارواکو یې دلیل ښکاره کړی دی.

د عثمان غني په نشتوالي کې افسر ځاځي له جاوید احمدي سره لوبه پیل کړه، چې دواړه په یوه یوه منډه وسوځېدل، اصغر ستانکزی هم په یوه منډه وسوځېد او له هماغه پیل نه پر افغان لوبغاړو فشار زیات شو.

د افغانستان پر کرېکټ بورډ یوه نیوکه دا کیږي چې یو ثابته لوبډله نلري او هرې لوبې ته نوي لوبغاړي غوره کوي.

خو له دې هر څه سره سره، له دغې لوبې یوه لویه زده کړه دا کېدی شي چې افغان لوبغاړي ښه وړتیا او استعداد لري، خو د تجربې او له نورو لوبډلو سره د سیالیو کموالي او نشتوالي یې، ورته لوی سرخوږی دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG