د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره د افغان کډوالو د شړلو خبره کوي


رحیم الله یوسفزی، په پاکستان کې د سیاسي چارو شننونک دی.
رحیم الله یوسفزی، په پاکستان کې د سیاسي چارو شننونک دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار د شنبې په ورځ په یو مطبوعاتي کنفرانس کې اعلان وکړ چې په پاکستان کې افغان مهاجرو په هکله یې د معلوماتو ټولول پیل کړي او د ناراجستر شویو لسګونو زره افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه به له افغان چارواکو سره خبرې کوي.

د مهاجرینو لپاره د ملگرو ملتونو اداره یو این اچ سي ار وایی چې دا وخت په پاکستان کې شا وخوا یو اعشاریه اوه ملیونه افغانان د اوسیدو قانوني اسناد لري. خو د پاکستان حکومت وایي چې د یو ملیون په شاوخوا کې افغانان په غیرقانوني ډول په دغه هېواد کې ژوند کوي.

په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوه رحیم الله یوسفزی وایي چې د پاکستان حکومت غواړي چې افغان کډوال بیرته خپل هېواد ته ستانه کړي خو، په خبره یې دغه کار په زوره نه شي کولی.

ښاغلي یوسفزي د امریکا غږ خبریالې نزرانې یوسفزۍ ته په یوې مرکې کې وویل چې هر کله چې په پاکستان کې د ترهګرۍ بده او ستره پېښه وشي، بیا حکومت پر نورو د خپلې ناکامۍ د پړې اچولو هڅې کوي.

له رحیم الله یوسفزي سره د نزرانې یوسفزۍ مرکه دغلته واورﺉ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:01 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG