د لاس رسي وړ اتصالات

سیمین بارکزۍ د سردار محمد داؤد خان په روغتون کې د درمنلې لاندې ده


سیمین بارکزۍ د سردار محمد داؤد خان په روغتون کې د درمنلې لاندې ده

سیمین بارکزۍ د سردار محمد داؤد خان په روغتون کې د درمنلې لاندې ده

افغان چارواکي وایي چې میرمن سیمن بارکزۍ د سردار محمد داؤد خان په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې ده او روغتایي حالت یې هم ښه دی.

وروسته له هغه چې د پنجشنبې په شپه د کورنیو چارو وزارت موظفو پولیسو میرمن بارکزۍ د هغې خیمې نه چی سیمین پکې د ۱۳ ورځو را په دیخوا د نه خوړلو اعتصاب کړی و، را وایسته، نن د روغتیا وزارت اعلان وکړ چی دا میرمن تر طبي درملنې لاندې نیول شوی .

د قانون نه د ملاتړ ایتلاف ادعا لرله چې پولیسو په یو شواخون کې د سیمین بارکزۍ ورور او خاوند ته ولچکې وهلي او سیمین بارکزۍ یې په وهلو ټکولو او په زوره نامعلومې سیمې ته وروړلې ده .

د پارلمان بله غړی نیلوفر ابراهیمی چی د ۴ ورځو را په دی خوا یی په اعتصاب کی د سیمین سره لاس یو کړی دی وایی پولیسو له تاو تریخوالی نه په دکه رویه د ښپی د لسو بجو شاو خوا د بارکزۍ پر خیمی د برید وروسته هغه په داسی حال کی چی د سیرومو نلکه یی په لاس کی وه په زوره له ځانه سره نامعلوم لوری ته بوتله .

میرمن ابراهیمی د پولیسو دا کړنه یوه توره کودتا ګنی او وایی له هغه ځایه چی تر اوسه د پارلمان غړو ، د سیمین کورنی او رسنیو ته د هغه د لیدنی اجازه نده ورکړ شوی نو دا روښانه نده چی سیمین به مړه وی که ژوندی .

له بلی خوا هغه ویدیو چی د ځینو رسنیو له خوا ښودل شوی دا ښیی چی پولیسو سیمین له لاسه نیولی او په داسی حال کی چی بارکزۍ په چیغو چیغو د مرستی غوښتنه کوی هغه په یو امبولانس موتر کی اچوی او وروسته د هغی او نورو اعتصاب کونکو خیمی هم ورټولوی

خو نن دروغتیا چاری سر پرستی وزیرې میرمن ثریا دلیل په یوی خبری غونډې کی وویل سیمین بارکزۍ په سردار داوود خان یا پخوانی ۴۰۰ بستریز روغتون کی تر طبی درملنو لاندی ده

"د میرمن بارکزۍ صحی وضعه ښّه ده . هغه په سردار داوود خان روغتون کی تر درملنی لاندی ده ،ما نن یو طبی پلاوی استولی چی له میرمن بارکزۍ سره وګوری او ورسره خبری وکړی .کره معلومات نشم درکولای خو پلاوی مو استولی دی ."

نن هم امنیتی ځواکونه د ۴۰۰ بستریز روغتون شا وخوا لیدل کیدل اوخبر یالان او ظاهراً هیڅوک یی ددی میرمنې لیدو ته نه پریښودل.

له بلی خوا د لیبرال ګوند مشر او د سیمین ملاتړی بل اعتصاب کونکی وایی بیګا شپه میرمن بارکزۍ ورته په پته یو لیکلی خط رالیږلی

" بیګا په یولسو بجو سیمین د داکتر په نسخی باندی ماته لیکلی پرزه راواستوله چی پری لیکلی وو ما خپل اعتصاب ته دوام ورکړی خو زه د دیر فشار لاندی یمه تر څو اعتصاب مات کړم . دوی غواړی ماته د بی هوښی دارو زرق کړی او بیا نړیوالو ته وښایی چی دا تر زیات فشار لاندی وه نو ځکه موږ اعتصاب ورمات کړی دی ."

د سیمین سره اعتصاب کونکی وایی غواړو نن ماښام په افغانستان کی د دیموکراسی تابوت خاورو ته وسپارو:

"په موږ باندی د شپی حمله شوی او د دیموکراسی ارزښتونه تر پښو لاندی شوی وو نو موږ غواړو نن ماښام د دیموکراسی تابوت خاورو ته وسپآرو شمعی بلی کړو او نړیوالو ته وښییو چی په افغانستان کی نوره دیموکراسی ووژل شوه او د دیموکراسی ارزښتونو لپاره نور چانس نشته

ښاغلی سهیل وایی پر سیمین بارکزۍ د برید وروسته نورو اعتصاب کونکو خپل اعتصاب مات کړی دی "

د بلی خوا د قانون نه د ملاتړ ایتلاف مشر حاجی ظاهر قدیر دا پیښه د ولسمشر د لومړی مرستیال مارشال قسیم فهیم جوړه کړی دسیسه ګنی.

حاجی ظاهر په سختو الفاظو د قسیم فهیم د مارشالی رتبه تر سوال لاندی کړه او وی ویل کوم هیواد یی فتح کړی ؟هغه یواځی د سیمین بارکزۍ د خیمی فاتح دی او بس.

کارپوهان په دی باور دی چی د داسی الفاظو بیانول به له قانن نه د ملاتړ ایتلاف موقعیت له ګواښ سره مخامخ کړی او همدا رنګه دا اندیښنه هم شته چې له دی وروسته به ددی ایتلاف سره د امنیتی ځواکونو چلند هم رنګ بدل کړی .

XS
SM
MD
LG