د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان افغان مهاجرینو ته نوي کارتونه ورکوي


په پاکستان کې میشت افغان کډوالو ته د نویو کارتونو ویشل به د روان میلادي کال د فبروري په میاشت کې پیل شي او د اپریل د میاشتې په 30 مې نیټې به پای ته ورسیږي.

د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ( یو ان اچ سي آر) د معلوماتو له مخې داسې اټکل کیږي چې 2.7 میلونه افغانان د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کې ژوند کوي چې ددې جملې نه 1.6 میلونه یې د پاکستان د حکومت سره ثبت دي او د افغان سټیزن په نامه کارتونه هم ورته ورکړل شویدي.

د دغې اداره یوې ویاندې دنیا اسلم خان امریکا غږ آشنا رادیو ته وویل چې " په پاکستان کې میشتو افغانانو ته چې د کارتونو موده یې لا پخوا پای ته رسیدلي، نوي کارتونه ورکول کیږي."
میرمن اسلم خان وویل چې د نویو کارتونو پروسه به د روان میلادي کال د فبروري د میاشتې په 3 مې نیټې پیل شي او د همدې کال د اپریل د میاشتې پورې به روانه وي.

" دیته ضرورت نشته چې د کورنۍ ټول غړي دي د نویو کارتونو د اخیستلو لپاره د ثبت دفتر ته ورشي، بلکه یوازې د کورنۍ مشر به د خپلې کورنۍ ټول کارتونه راټولوي او د نوم د ثبتولو دفتر ته به یې راوړي، بیا به ورته نوي کارتونه ورکړل شي. "

میرمن اسلم وایي چې نوي کارتونه به د 2015 کال د ډسمبر د میاشتې پورې وخت ولري.
" هغه ماشومان چې عمرونه یې د پنځو کالونو نه ټیټ و، مخکې مونږ دغه ماشومان د هغوي د والدینو په کارتونو کې ثبت کول خو اوس به ورته نوي کارتونه ورکوو او کوم ماشومان چې نوي پیدا شويدي، هغوي به هم دا ځل ثبت کوو. "

د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وایي چې په پاکستان کې میشت افغان کډوال د بیلا بیلو دلایلو په خاطر دیته زړه نه ښه کوي چې خپل هیواد ته ستانه شي.

د دې ادارې پر وینا اکثره افغانان د امنیت ستونزه بهانه کوي، یو شمیر نور یې بیا وایي چې په هیواد کې سرپناه نلري او ځیني نور یې بیا په پاکستان کې دومره وخت پاتې شویدي چې اوس یې نه یوازې کاروبار بلکه کورنۍ هم د پاکستان سره تړل شویده او دا ورته ډیره ګرانه ښکاري چې افغانستان ته ستانه شي.

ځینې نور یې بیا د پاکستان په پوهنتونو کې زده کړې کوي او یو لږ شمیر یې بیا د شخصي دښمنیو له وجې هم په پاکستان کې ژوند کوي.
د ټولو نه زیات افغانان د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې ژوند کوي خو د پاکستان په نورو سیمو کې هم افغانان میشت دي.
  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG