د لاس رسي وړ اتصالات

د کاندیدانو د ابتدائي لست ځنډ ستونزې پیدا کوي



نادر محسنی د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدلو کمیسیون ویاند

نادر محسنی د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدلو کمیسیون ویاند

د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون وايي، د احتمالي کاندیدانو د ابتدائي لست د اعلان ځنډ د ټاکنو پروسې ته ستونزې پیدا کوي خو خپله دغه کمیسیون ته د لست ځنډ کوم خنډ ندی.

د ټاکنو د مهالوېش په اساس د میزان ۲۷ هغه نېټه وه چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ابتدائي لست اعلان کړی وای، خو دغه کار تېره ورځ و نه شو.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکو د ابتدائي لست د ځنډ لامل بهرنیو چارو وزارت ته د جمهوري ریاست د کاندیدانو د دوه ګوني تابعیت د څېړنې د پاڼو لېږل او ترڅنګ یې د اختر رخصتۍ ګڼي.

د ټاکنو کمیسیون وايي، د کاندیدانو د نوملړ کره کتنه کوي او ممکن په همدې دوو ورځو کې یې اعلان کړي. خو د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون بیا وايي چې دوي د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د ابتدائي لست ژر اعلانېدو ته منتظر دي.

د ټاکنو د شکایاتو د کمیسیون، منشي او ویاند نادر محسني په کابل کې خبریالانو ته وویل چي دوي ته چې هر کله د کاندیدانو ابتدائي لست ورورسیږي، نو د کاندیدانو د کاندیداتورۍ د شرایطو څېړنه به پیل کړي. ښاغلي محسني وویل،، ‬د ټاکنو په مهالوېش کې تغییر، د شکایاتو کمیسیون ته ستونزه نه جوړوي، خو دا تغییر د ټاکنو په پروسې تاثیر کوي، حساب شوی مهالوېش باید تغییر و نه خوري، مونږ لست ته انتظار باسو چې کله هم مونږ ته ورسیږي نو سمدواره به پرې کار پیل کړو او هغو شکایاتو ته به رسیده ګي وکړو چې د کاندیدانو کاندیداتورۍ په حذف تاثیر کوي.‪"‬

شکایتونه

د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون وايي چې تر دې مهاله یې شل شکایتونه ترلاسه کړي دي، اته له دغو شکایتونو نه د ټاکنو لپاره د کاندیدانو د نوم لېکنې د پروسې په تړاوو وو.

خو پاتې دوولس شکایتونه د ټاکنو د شکایتونو د خپلواک کمیسیون د منشي په ویناء چې تر اوسه پوري د ابتدائي لست د نه اعلانېدو په وجه رسیده ګي نده ورته سوې، ممکن د کاندیدانو د کاندیداتورۍ په حذف هم تاثیر ولري.

نادر محسني وویل دا شکایتونه د ځینو د کاندیداتورۍ مخه هم نیولی شي. محسني زیاته کړه،، ‬مونږ به شکایتونو ته رسیده ګي د قانون په اساس علنا کوو. د ټاکنو پدې دوره کې په علني ډول شکایتونو ته رسیده ګي داسې یوه مسئله ده چې د ټاکنو له شفافیت سره مرسته کوي.‪"‬

د ښاغلي نادر محسني په ويناء اته څلوېښت ساعته د ابتدائي لست له خپرېدو وروسته لا هم له خلکو سره وخت شته چې د کاندیدانو په تړاوو شکایتونه ورته وسپاري.

د کمیسیون کار

که څه هم د ټاکنو د شکایتونو د ‪کمیسیون په ایجاد کې خپله‬ تاخیر شوی، خو ددغه کمیسیون منشي وايي، داسې میکانیزمونه او تدابیر لري چې خلک شکایتونه تر هغه پوري چې د شکایاتو د کمیسیون دفترونه په ولایتونو کې پرانېستل کیږي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپاري.

ښاغلي نادر محسني وویل، دغه شکایتونه دوي ته په لیکلې بڼه سپارل کیږي. هغه وویل سره له ننه یعنې د یکشنبې له ورځې په ولایتونو کې خپل کمیشنران ګماري.

د ډیموکراسۍ څار

د افغانستان د ډیموکراسۍ د څار مؤسسې د ټاکنو په مهالوېش کې تغییر او د کاندیدانو د ابتدائي لست ځنډول د تاسف وړ کار بللی دی.

د ډیموکراسۍ څار مؤسسې د ټاکنو له کمیسیون څخه غوښتي چې د کاندیدانو د لست د اعلان د ځنډ دلایل دې واضح کړای شي، ترڅو په پروسه باور له منځه لاړ نه شي.

ددې مؤسسې له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې چې امریکا غږ اشنا راډیو تلویزیون ته هم رسېدلې، د ټاکنو د شفافیت لپاره یو لړ وړاندیزونه شوي دي. دغې مؤسسې ویلي چې د ټاکنو کمیسیون د کاندیدانو د اسنادو د کتنې بهیر او پروسه مدني ټولنو، د سیاسي ګوندونو او د کاندیدانو استازو ته نده توضیح کړې.

دغې مؤسسې د ټاکنو له کمیسیون غوښتي چې د کاندیدانو د اسنادو د ارزونې طرز العمل دې ټولو ښکېلو خواوو سره شریک شي.
XS
SM
MD
LG