د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: یونان کې د افغان مهاجرو په خاطر سفارت پرانیزو


افغانستان: یونان کې د افغان مهاجرو په خاطر سفارت پرانیزو

افغانستان: یونان کې د افغان مهاجرو په خاطر سفارت پرانیزو

افغانستان به په څو میاشتو کې په یونان کې سفارت پرانیزي چې د لس گونوزروغیر قانوني افغان مهاجرو غم وخوري. دغه خبره اسوشیټد پرس خبري اژانس د یوافغان مامور له قوله کړیده.

یونان ، د افغانانو، عراقیانو، سومالیایانو، پاکستانیانو او الجزایریانو په ګډون ، د منځني ختیځ او شمالي افریقا د مهاجرو دپاره ، اروپایي هیوادونو ته د ننوتو اصلي لاره ده.

د افغانستان د بهرنیو چارود وزارت نطاق جانان موسی زي وویل دا نوی سفارت به د مارچ د میاشتی تر پایه پوري په اتن کې پرانیستل شي.ده وویل کابل به په عین وخت کې په بلغاریې کې خپل سفارت وتړي. ښاغلي موسی زي وویل، قریب پنځوس زره افغانان هر کال په غیر قانوني ډول یونان ته ځي. اکثره دغه افغانان په اروپایي ټولنه کې د یو ښه ژوند په تلاش کې یونان ته ځکه ځي چې د ترکیی سره پراخ ځمکنی سرحد لري.خو زیاتره دغه کسان نیول کیږی او هملته په بند کې ساتل کیږي.

موسی زي وویل، یوحکومتي هیات د تیر کال په اخرو وختونو کې ٦٥٠ افغانانو ته چې غوښتل یی بیرته وطن ته ولاړ شی پاسپورتونه ورکړل او مقامات یی وهڅول چې سل کسه افغانان چې په غیر قانوني ډول یونان ته د ننوتو له امله بندیان وو، آزاد کړي.

زیاتره دغه کسان پښیمانه وواو نه یې غوښتل چې بل ملک ته ولاړ شی. دوي یواځي پاسپورتونو ته اړتیا درلوده چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

یونان ته د ډیرو هیوادونو نه د مهاجرو بهیرمات دی. دغه مهاجر فکر کوي چه همدا اروپا ته د ننوتودروازه ده.

یونان په دوه زره او لسم کال کې د سرحد نه د غیر قانوني مهاجرو په سلو کی ٩٠ تعقیب کړیدي. خو په دوه زره او نهم کال کې دغه شمیر ٧٥ فیصده ُو.

XS
SM
MD
LG