د لاس رسي وړ اتصالات

ولې طالبانو افغان حکومت سره خبرې رد کړې ؟


د نيوز ويک د مجلې خبريال سميع يوسفزي چې د طالبانو فعاليتونه له نږدي څاري امريکا غږ اشنا ته وويل :

د طالبانو د قطر د دفتر تړل کيدو وروسته طالبانو پر افغان حکومت اعتماد کم شوی له همدې امله نه غواړي له افغان حکومت سره بين الاافغاني خبرو ته کښيني، دوئ غواړي د سولې په خبرو کې امريکا د يو ضامن په توگه د خيل وي.

پداسی حال کې چې افغان حکومت پر طالبانو د بين الاافغاني خبرو غږ کړې ، طالبانو افغان حکومت سره خبری رد کړي.

يوسفزی وايی طالبان جنگي تجربه لري خو سياسی تجربه يی کمه ده
يوسفزی وايی طالبان جنگي تجربه لري خو سياسی تجربه يی کمه ده

يوسفزي زياه کړه طالبان پدی هڅه کې دي چې خپله سیاسي ډله قوي کړي ځکه دوئ جنگي تجربه لري خوسياسی تجربه يي کمه ده .

پوښتنه داده چې ولې په ناڅاپي توگه طالبانو افغان حکومت سره له خبرو انکار وکړ او نړيوالې ټولنې سره خبرو ته حاضر دي ؟

د نيوز ويک د مجلې خبريال وويل طالبان پدې پوهيدلي چې نړيواله ټولنه او امريکا په سياسي او اقتصادي لحاظ د افغانستان لوئ ملاتړي دي او بې ددوئ له ضمانت څخه څه نشي کيداې نو په همدې لحاظ د سولې په خبرو کې نظر افغان حکومت ته د نړيوالي ټولنې او امريکا دخالت غواړي او پری باور هم لري .

يوسفزي وويل که افغان حکومت غواړي طالبان بين الاافغاني خبرو ته غاړه کيږدي نو ښه به دا وي چې د گلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سولې خبری بريالۍ او عملي کړي دا د افغان حکومت لپاره ښه چانس دی.

سميع يوسفزي سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:31 0:00

XS
SM
MD
LG