د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې 11 کان کیندونکي مړه شوي


بغلان کې 11 کان کیندونکي مړه شوي

بغلان کې 11 کان کیندونکي مړه شوي

د افغانستان په شمال کي چارواکو ویلي دي چي د سکرو په یوه کان کي ١١ کارکونکي وژل شوي دي.

چارواکو وویل چي دغه کارکونکي پرون د جمعې په ورځ هغه وخت مړه سول چي د بغلان د ولایت د نهرین په ولسوالي کي دغه کان ونړید.

د کان د نړیدو علت لا سمدستي نه دی معلوم شوی.

ویل کیږي چی په افغانستان کي د درو ټریلیون ډالرو په ارزښت کانونه موجود دي او حکومت هیله لري چي د هغو د عوایدو نه به په ملیارډو ډالره ترلاسه کړي.

مگر ددغو کانونو را ایستل هم په هغه ملک کي د ناآرامیو، لسګونو کالو جګړو او اداري فساد په وجه آسانه نه دي.

XS
SM
MD
LG