د لاس رسي وړ اتصالات

هندوان او سکان د کابل د پېښې له کبله د هولي جشن نه لمانځي


انار کلي هنریار وايي چې مسلمان افغان غمژن وي، هندوان به څنګه خوشحالۍ لمانځي
انار کلي هنریار وايي چې مسلمان افغان غمژن وي، هندوان به څنګه خوشحالۍ لمانځي

افغان هندوانو او سیکانو د کابل د وروستي برید قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د درناوي په خاطر خپل د هولي سږنی دودیز جشن لغوه کړی دی.

په مشرانو جرګې کې د سکانو یوې استازې انارکلې هنریار د امریکا غږ اشنا خبریال هاشم حبیبزاده ته وویل چې دوی د کابل او ځینو نورو ولایتونو کې په وروستیو پېښو کې د وژل شویو افغانانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په خاطر د هولي جشن نه لمانخي.

د هولي جشن د مارچ په ۱۳ کیږي.

انارکلي وايي " چي نور افغان هېوادوال خپه وي، هندو او سک افغانان به څنګه خوشحالۍ ولمانځي". هغه وايي د افغانستان ټول سکان او هندوان د خپلو مسلمانو وروڼو په غم او ښادۍ کې شریک دي.

د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار د سردار داود خان په روغتون باندې ډله ییزو ځانمرګي بریدونه وشول چې لږ تر لږه ۵۰ تنه یې ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

هولي د هندوانو او سیکانو دودیز جشن دی چې په نوي کال کې کیږي، په دغه جشن کې معمولآ دوی پر یو بل رنګونه پاشي او خوشحالۍ کوي او له دغه کار نه یې هدف د ښه او رنګین کال لپاره هیله وي.

XS
SM
MD
LG