د لاس رسي وړ اتصالات

خبرې اترې: په افغان حکومت کې د ځوانانو ونډه


خبرې اترې: په افغان حکومت کې د ځوانانو ونډه
خبرې اترې: په افغان حکومت کې د ځوانانو ونډه

د ملګرو ملتونو د انکشافي سازمان د یوې شوې سروې له مخې په افغانستان کې د ۶۰ فیصدو نه زیات نفوس هغه ځوانان تشکیلوي چې سن یې د ۲۵ کلونو نه کم دی، یعنی د افغانستان اکثریت نفوس ځوانان تشکیلوي خو د چارو کارپوهان په دې آند دي چې اوس هم ځوانانو ته هغومره فرصتونه چې باید مساعد وای، د حکومت له خوا نه دي مساعد شوي.

د نن ماښام د خبرو اترو په خپرونه کې مو د افغانستان په حکومت کې د ځوانانو پر نقش باندي خبري وکړې او پر دې مو بحث وکړ چې ځوانان په حکومت کې د کومو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او د دوي د انکشاف او لا غېښتلي کولو دپاره حکومت کوم پروګرامونه په لاره اچولي دي.

پرته له شکه په یوه ملک کې ځوانان د دغه ملک په بیا ودانولو او پر پښو درولو کې ډیره برخه اخیستلای شي. همدا ځوانان دي چې د ټولنې راتلونکي مشران ځیني جوړېږي او د ملک غټې پریکړې نیسي. که چیري د یو ملک ځوانان سم و نه روزل شي او د راتلونکې د پاره چمتو نسي نو د هغه ملک راتلونکې هغومره سعادتمنده نه وي نه هغه ملک دومره پرمخ تللی وي.

د خبرو اترو په خپرونې کې مو پر همدغې مهمې موضوع باندي د خپلو میلمنو سره بحث وکړ. زمونږ سره میلیمانه وو: د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د ځوانانو د برخې پخوانی معین محترم ظاهر غوث او د امریکا د باندنیو چارو د وزارت یو پخوانی کارمند او افغان تکړه ځوان زکي احمدزی چې اوس افغانستان ته تللی او هلته د خپل ملک د بیارغونې د پاره کار کوي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د ځوانانو د چارو پخوانی معین ظاهر غوث وايي چې په تیرو لسو کلونو کې افغانستان پرته له شکه په بیلابیلو برخو کې پرمختګ کړی دی او د ځوانانو په ژوندانه کې یو لړ مثبت بدلونونه راغلي دي، په میلیونو ماشومان اوس ښوونځیو ته ځي او په لکاوو ځوانان په شخصي او دولتي پوهنتونو کې په لوړو زده کړو بوخت دي، خو ښاغلی غوث وايي چې په افغانستان کې په دې تیرو لسو کلونو کې زیاتې پیسې او مرستې کښته او پورته شوې او دغو پیسو او امکاناتو ته په کتو سره له بده مرغه د یو لړ عواملو په خاطر هغه پاملرنه چې باید د ځوانانو برخې ته سوې وای نه ده سوې.

هغه دغه ستونزه د نورو عواملو ترڅنګ په دې کې هم ویني چې نړیواله ټولنه مرستې د افغانستان د حکومت له خوا نه لګوي بلکې د غیر دولتي موسسو یا انجوګانو له خوا یې مصرفوي چې زیاتره وخت پر اساسي او ضروري پروژو باندي نه لګول کېږي.

خو زکی احمد زی بیا وايي چې په حکومت کې پیسې پرسمه نه لګېږي او نه داسي موثره پروګرامونه په لاره اچول شوي دي چې ځوانان په کې مصروفه شي او د ملک د بیارغونې په برخه کې لا زیاته ونډه واخلي. هغه زیاتوي چې په ملک کې د ځوانانو د ظرفیت د لوړولو او هغوی ته د فرصتونو د برابرولو دپاره حکومت باید لازیاتې هلې ځلې وکړي.

زمونږ د خبرو اترو دا بحث د واشنګټن د سټیډیو نه په مستقیمه بڼه د حسیب الکوزي په کوربه توب خپور شو

بشپړ بحث لاندې واوریْ!

XS
SM
MD
LG