د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: برتانوۍ ښځه او ٣ افغانان برمته شوي


ناټو: برتانوۍ ښځه او ٣ افغانان برمته شوي

ناټو: برتانوۍ ښځه او ٣ افغانان برمته شوي

افغان پولیسو او مطبوعاتو ویلي دي چې یوه بریتانوۍ ښځه او د هغې درې افغان همکاران د وسله والو لخوا په ختیز افغانستان کې برمته شويدي.

مامورین وايي دا څلور واړه کارکونکي چې د امریکايي ملکي قراردیانو سره یې کار کاؤ، د یکشنبې په ورځ هغه وخت برمته شول چې د کنړ په ولایت کې د یوې پروژې لیدلو ته روان وو. افغان مامورین وايي دوی څیړنې پیل کړي دي ترڅو دغه برمته کسان خوشې کړي. هیڅ چا تر اوسه پورې ددغې بریتانوۍ د برمته کولو مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د بریتانیې د بهرنیو چارو دفتر ددې خبرې تاکید وکړ چې د بریتانیې یوه تبعه په افغانستان کې ورکه شویده. هغې د بین المللي موسسات سره کارکاؤ.

ناتو وايي ددوی جنگي الوتکو په هوايي بریدونو سره چې د افغانستان په ختیزه برخه کې ترسه کړل، دیرش یاغیان هغه وخت ووژل چې هغوی غوښتل په افغان امنیتي پوسته باندې برید وکړي.

ناتو زیاتوي، دوی هغه وخت دا برید وکړ چې یاغیانو د خوست په ولایت کې د پاکستان سره نژدې په یوه افغان پوسته باندې ډزې وکړې. ناتو وايي په دې بریدونو کې د جمعې په ورځ دیرش او څو نور د شنبې په ورځ وژل شوي دي.

ناتو همدارنگه رپوټ ورکوي چې ائتلافي قواوو نهه یاغیان د جمعې د ورځې په هغه جگړه کې ووژل چې د کندهار په ولایت کې پیښه شوه او څلورنور د تخار په ولایت کې په بله پیښه کې وژل شوي دي.

ناتو وايي د افغانستان په جنوب کې د بم په چاودنه کې ددوی دوه عسکر وژل شويدي.

د یکشنبې د ورځې چاودنې د بهرنېو عسکرو تلفات سږکال ٥٣٠ ته ورسول.

ناتو وايي چې ددوی عسکرو هغه دوه تنه چې په موټر سایکلونو کې سپاره وو هغه وخت ووژل چې دوی د ایتلاف یو امنیتي مانع ته په ډیر سرعت سره رانژدې شول. ناتو وايي سړیو د هلمند په ولایت کې د دوی د عسکرو لفظي اخطارونو او اشارو ته پاملرنه ونه کړه . وروستي رپوټونه تاییدوي چې دا دواړه کسان د دوی لپاره خطر پېښاوه.

ناتو وايي چې دوی په ملکیانو حملې نه کوي او د افغانستان حکومت وايي چې د ملکیانو په وژل کیدلو سره حکومت سره د خلکو ملاتړکمیږي.

XS
SM
MD
LG