د لاس رسي وړ اتصالات

د هندي فلمونو افغانه هنرمنده


د هندي فلمونو افغانه هنرمنده ورینه حسین
د هندي فلمونو افغانه هنرمنده ورینه حسین

ورینه حسین په خټه افغانه هنرمنده ده چې په امریکا کې زیږیدلې او لومړنی هندي فلم یې د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په پنځمه خپور شو.

د هند په سینما کې د کار کولو فرصت تر لاسه کول د هنرمندانو لپاره د خوب لیده دي خو چې بخت یې بیدار وي دا خوب ریښتیا کیږي. پخپله هند کې چې د وګړو په حساب د نړۍ تر ټولو ستر هیواد دی ښایي د هر ځوان یا پیغلې همدا ارمان وي چې د هند په سینما کې ورګډ شي خو د ډیرو لپاره دا خوب همداسې خوب پاتې کیږي.

خو د افغانې هنرمندې ورینې حسین بخت دومره بیداره و چې نه یوازې د هند سینما ته یې لار پیدا کړه بلکې د هند د سینما یو تر ټولو ستر او مشهور هنرمند، سلمان خان ورته پخپل فلم (Loveyathri) کې د مرکزي هنرمندې نقش ورکړ.

د ورینه حسین سره پدې فلم کې ایوشما شرما مرکزي نقش لوبوي چې د هغه لومړنی فلم هم دی. ایوشما شرما د سلمان خان د خور ارپیتا خان سره واده کړی.

سلمان خان د خپل نوي فلم لپاره نوې څیرې لټولې او یو دم یې په ټویټر کې ولیکل چې " نجلۍ مې پیدا کړله".

سلمان خان اوس ۵۲ کلن دی او لا یې هم واد ندی کړی. په ټولنیزو رسنیو کې خلکو غوغا جوړه کړه چې ښایي سلمان خان د ژوند ملګرې پیدا کړله خو خبر نه و چې هغه د ورینه حسین په هکله خبرې کولې.

سلمان خان وویل د "لویاتري لپاره نجلۍ ورینه پیدا شوه. خفه کیږي مه که نه خوشحاله شه که نه."

پخپله ورینه حسین وایي چې د سلمان خان په فلم کې کار کولو یې ژوند بدل کړ.

ورینه حسین وایي چې مور یې د افغانستان او پلار یې د کردستان دی. د هغې د نوم معنی په کردي ژبه کې"بې جوړې" معنی لري. ورینه حسین په ماشومتوب کې د خپلې مور سره د افغانستان نه لومړی ازبکستان او بیا هند ته کډه شوه.

ورینه وایي په افغانستان کې د ژوند کولو لپاره شرایط برابر نه و نو ځکه یې ازبکستان ته ولاړه او دا چې په ازبکستان کې ورته د ژبې زده کول ګران و نو هند ورته د ژوند کولو لپاره مناسب ځای ښکاره شو.

دغې افغانې هنرمندې ویلي دي چې اته کاله یې په هند کې تیر کړل خو دا چې په هندي ژبه یې روانې خبرې نشوی کولی، په فلمونو کې د کار کولو فرصت هم نه ورکول کیده. هغه وایي په ګڼو فلمونو کې د نقش لپاره ترې آزموینه واخیستل شوه خو نتیجه یې نه ورکوله.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG