د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرنې وزارت نوي پروګرامونه پیل کړي


د افغانستان د کرنې وزارت نوي پروګرامونه پیل کړي
د افغانستان د کرنې وزارت نوي پروګرامونه پیل کړي

د افغانستان د کرنې وزارت وايي چې د بزګرانو د محصولاتو د پلور او مارکيټ لپاره یې نوې لړۍ پیل کړې چې په ترڅ کې یې سوداګر له بزګرانو او د کوپراتیفونو له مشرانو سره مخامخ کښیني او له وړاندې د محصولاتو د پیردلو په سر معاملې وکړي.

دا لړۍ چې نن په کابل کې د کرنې وزیر پیل کړه عمده هدف تر دادی چې بزګر او سوداګر یو له بل سره مخامخ کښیني او له دې اوسه د بزګرانو د محصولاتو لپاره مارکیټ وشي.

د کرهڼې وزیر محمد اصف رحیمي وویل چې دا پروګرام تازه ده او ارزښت یې پدې کې دی چې دهقان د خپلو حاصلاتو په خرڅلاوو نه ستړی کیږي او محصولات یې له وړاندې پلورل کیږي، هغه وویل چې ددې پروګرام له لارې به د سوداګر او بزګر ترمنځ د تړاوو نقطه ایجاد شي او حکومت به په خپل وار د بسته بندۍ، درجه بندۍ، پراسس او لېږد زمېنې دواړو بزګر او سوداګر ته برابرې کړي.

د کرنې وزیر محمد اصف رحیمي د اشنا تلویزیون د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل :

‪"‬کېدای شي پدې مجلس کې بعضې قراردادونه دستخط شي، یعنې همدا اوس معامله وشي، حتی چې درې څلور میاشتې رفعې حاصل ته وخت پاتې دی او بعضې نور معلوماتونه یو بل سره تبادله شي او د وزارت زراعت نه دوی کېدای شي بعضې کومکونه وغواړي او دغه کومکونه چې له مونږ نه غواړي هم باید واضح شي، چې هغه پروګرامونه مونږ جوړ کړو ورته.‪"‬

د کرنې وزیر دا ډول وویل چې داسې پروګرامونه به ژر بلخ، کندهار، پنجشیر، پکتیا او میدان وردګو ته هم وغځوي، د کرهڼې وزارت وايي چې د اقتصادي فعالیتونو د ودې لپاره یې د ای ایس ای پي پروګرام په دوه زره او اووم کې پیل کړی او تر دې دمه اته زره مټریک ټنه میوه هند، پاکستان او خلیجي هیوادونو ته صادره کړې.

پدې ناسته چې د کابل د څوارلسو ولسوالیو بزګرانو او کوپراتیفونو مشرانو برخه اخېستې وه بزګرانو ټينګار درلود چې دوی تر دې لا د زیاتو پروګرامونو غوښتونکي دي.

XS
SM
MD
LG