د لاس رسي وړ اتصالات

اسدالله ضمیر د ماین له چاودنې روغ ووت


اسدالله ضمیر د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د کرهڼیزو پروژو څخه د لیدنې لپاره دغو ولایتونو ته سفر کړی

اسدالله ضمیر د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د کرهڼیزو پروژو څخه د لیدنې لپاره دغو ولایتونو ته سفر کړی

د افغانستان د کرنې اومالدارۍ د وزير اسدالله ضمير موټر، نن سهار د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې هغه مهال د ماین له چاودنې سره مخ شو، چې غوښتل یې له دغه ولایت څخه هلمند ته سفر وکړي.

د كرنې او مالدارۍ وزارت وياند لطف الله راشد امریکا غږ ته وویل، په دې چاودنه كې وزير او ملګرو ته يې زيان نه دى رسيدلى خو يو موټر يې زيانمن كړى دی .

د کرنې او مالدارۍ وزیر له تیرو ۳ ورځو راهیسې د جنوبي ولایتونو د کرنې له مسئولینو او بزګرانو سره د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا لپاره په لیدنو بوخت دی.

ښاغلی ضمیر له سیمه ایزو چارواکو سره د لیدو کاتو په ترڅ کې تیره ورځ اروزګان ته تللی وو، پرون کندهار ته او نن د هلمند په لور روان وو، چي په میوند ولسوالۍ کې د هغه د موټرو پر کاروان د ماین چاودنه وشوه.

د کرنې او مالدارۍ وزیر او د کلیو د پراختیا وزیرنصیر درانۍ د کابینې دوه غړي له تیرو ۳ ورځو راهیسی په کندهار، اروزګان او هلمند کي د کلیو د پراختیا او زراعتي سکتور په برخه کې یو شمیر نوې پروژې پرانیستې دي.

د کرني او مالدارۍ وزیر اشنا راډیو ته وويل، جنوبي ولایتونو ته یې د سفر هدف د دغو ولايتونو د کرنې په برخه کي د فعاليتونو او پرمختګونو ارزونه ده.

ښاغلی ضمیر وايي چي جنوبي ولایتونه د زراعت او مالدارۍ لپاره یوه ښه بستر دی او دوی به یوازې د ۱۳۹۵ مالي کال په اوږدو کې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د زراعت، مالدراۍ او اوبو لګونی په برخه کې لسګونه پروژې پلې کړي.

هغه وویل، چې د هلمند او کندهار لپاره هم د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ځانګړي پروژې په پام کې نیول شوي دي.

د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزیر نصیر دراني پرون په ارغنداب ولسوالۍ کې د ولسې خلکو په یوه غونډه کې وويل چې حکومت غواړي له خپلو لږو امکاناتو څخه ډیره ګټه واخلي او خپلي کوچنۍ پروژې هم له خلکو سره له سلاء مشورو وروسته پلې کړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG