د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو کندز کې په هوايي بمبارکې خپل دوه سرتیري وژلي


د افغانستان دفاع وزارت وایي په تیرو شپږ ورځو کې د کندز په جګړو کې دولس افغان سرتیري وژل شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي په تیرو شپږ ورځو کې د کندز په جګړو کې دولس افغان سرتیري وژل شوي دي.

تیره شپه ناوخته د کندز د ښار شمال لور ته د بالاحصار شاو خوا سیمو کې افغان هوايي ځواکونو د بمبار له امله دوه افغان سرتیري په سهوه کې وژل شوي دي.

د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي امریکاغږ ته وویل چې تیره شپه د افغان ځواکونو په هوايي بمبار کې دوه تنه افغان سرتیري وژل شوي دي، هغه زیاته کړه چې هوايي قواو په غلطۍ سره د خپلو سرتیرو په سیمه باندې راکټونه ویشتلي.

د افغان کمانډو یو تن سرتیري چې له نوم اخیستو یې ډډه کوله وویل چې د بالاحصار په سیمه کې دوه افغان سرتیري په هوايي بمبار کې وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

دغه کمانډو قوماندان د هغې نظامي قطعې له قوماندان سره په ټلیفون خبرې کولې چې عسکر یې بیګاه شپه د هوايي بمبارد په ترڅ کې وژل شوي دي.

افغان امنیتي مسولین د مخالفو وسله وال طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد هغه ادعا ردوي چې ګوندې د قاطع ملاتړ قواو په هوايي برید کې افغان سرتیري وژلي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي چې امریکايي هوايي قواو د پر افغان سرتیرو بمبار کړی او ۹ تنه افغان سرتیري یې وژلي دي، خو افغان امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو د ویاند ادعا ردوي او وايي چې د دوی دوه تنه سرتیري وژل شوي دی.

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د دې پیښې په هکله خبر نه دي خو زیاتوي چې د پیښې د معلولو لپاره یې پلټنې پیل کړي دي چې په ترڅ کې به یې څرګنده شي چې دا پیښه څنګه رامخې ته شوې ده.

د دفاع د وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل چې د کندز د جګړو له پیل راهیسې په تیرو شپږ ورځو کې د ملي اردو دولس سرتیري وژل شوي دي.

له بلې خوا د ښار په مرکزي کوڅو کې لا هم په ځینو ځایونو او ودانیو کې وسله والو طالبانو ځای نیولي او له پټو ځایونو څخه پر افغان سرتیرو ډزې کوي.

په کندز کې د کمانډو د ځواکونو یو قوماندان وویل چې دوي غوښتل بیګاه شپه د ښار غرب او جنوب لور ته پرمختګ وکړي خو د لوړ پوړو مسولینو له خوا ورته د پرمختګ قومانده ورنه کړل شوه او ورته ویلي یې دي چې د دوی په جنګي پلان به بله ورځ کار وکړي او سیمه به له مخالفینو پاکه کړي.

د کندز د ښار یو تن اوسدونکی سمون انجام امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل " مونږ دجګړې له سیمې ماشومان ویستل ومو لیدل چې د بالاحصار تر څنګ دوه تنه وسله وال طالبان ناست دي خو مخامخ ورته په لسګونو افغان سرتیري په سنګرونو کې دي خو پرې غرض نه کوي".

هغه زیاته کړه چې که افغان مسولین وغواړي په څو ساعتونو کې د کندز ښارله طالبانو پاکولی شي . ښاغلی سمون انجام وایي دی دا ګڼي په دغه جګړه کې تر پردې شا نور څه روان دی.

طاالبانو د کندز د نن ورځې د نښتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG