د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سفیر د ټرمپ نااعلان شوې تګلاره ستايي


ابدالي پر ټوئیټر لیکلي "هغه [ترمپ] له ترهګرۍ سره خپله مبارزه امریکا پورې محدوده کړې نه ده، بلکه نړیواله ده."
ابدالي پر ټوئیټر لیکلي "هغه [ترمپ] له ترهګرۍ سره خپله مبارزه امریکا پورې محدوده کړې نه ده، بلکه نړیواله ده."

په هند کې د افغانستان جګپوړي ديپلومات له ترهګرۍ سره په مبارزې کې د امریکا د ولسمشر د دریځ ملاتړ کړی دی.

په نوې ډهلي کې د افغانستان سفیر، شیدا محمد ابدالي ویلي تمه لري چې "د متحدو ایالتونو د نوې ادارې تګلاره داسې وي چې د سیمې هېوادونه او نور هغه هېوادونه چې له ترهګرۍ سره رېښتینې مبارزه کوي سره متحد کړي."

د افغان سفیر دغو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې د امریکايي کارپوهانو له غبرګونونو سره مخامخ شوې دي.

پدې منځ کې د ښاغلي ابدالي او د افغانستان د چارو مشهور امریکايي کارپوه، بارنت روبین ترمنځ پر ټوئیټر بحث د ډیرو کسانو پام را مات کړی دی.

ښاغلي روبین تر هغه وروسته د ټوئیټر له لارې ښاغلی ابدالي وننګوه چې هغه پر خپلې پاڼې د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې د ولسمشر ټرمپ د دريځ ملاتړ وکړ.

ښاغلي روبین بیا ښاغلي ابدالي ته ولیکل "افغانان د امریکا په کورنیو تګلارو کې د طرف نیولو په صورت کې به لویه تېروتنه وکړي، په ځانګړې توګه که دوي [افغانان] د مسلمانانو ضد له یو متعصب څخه ملاتړ وکړي."

د ابدالي او روبین ترمنځ د ټوئيټونو تبادله په یو-دوه لیکنو خلاصه نه شوه.

ابدالي پر خپلې پاڼې د روبین په ځواب کې ولیکل "هغه [ترمپ] له ترهګرۍ سره خپله مبارزه امریکا پورې محدوده کړې نه ده، بلکه نړیواله ده."

د ټرمپ له مهاجرت فرمان څخه ملاتړ؟

امریکايي کارپوه وروسته ابدالي ته په خطاب کې ولیکل "د اوو مسلمانو هېوادونو د اتباعو پر راتګ له بندیز پرته، ولي له هغو تګلارو څخه ملاتړ کوئ چې موجودې نه دي. ایا ددغو بندیزیونو ملاتړ کوئ؟"

ابدالي په څو دقیقو کې بیا ځواب ورکړ "چې غلط تعبیر ونشي، په تکرار وایم [د افراطیت سره د مبارزې] ملاتړ کوم."

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ دوه اونۍ وړاندې "متحدو ایالتونو ته د بهرنیو ترهګرو د راتګ د مخنيوي لپاره د امریکا خوندیتوب" تر عنوان لاندې یو فرمان لاسلیک کړ.

ددغه فرمان له مخې امریکا ته د ایران، عراق، سوریې، لیبیا، سوډان، یمن او سومالیا هېوادنو د اتباعو پر راتګ یو لړ محدودیتونه لګول شوي دي.

د امریکايي کارپوه، بارنټ روبین د یوه ټوئیټ پر بنسټ، ولسمشر ټرمپ له خپل دفاع وزیر څخه غوښتي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې پلان جوړ کړي هغه څه چې په وینا یې د جوړیدو څرک نشته.

په داسې حال کې چې د ولسمشر ټرمپ اداره له ترهګرې د مبارزې پلان نه دی اعلان کړی، معلومه نه ده چې افغان دیپلومات د ټرمپ له کومې تګلارې څخه ملاتړ ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG