د لاس رسي وړ اتصالات

محب: ټرمپ راته وویل چې افغانستان ته متوجه دی


جمهور رئیس ټرمپ د چارواکو او ملگرو په یوه میلستیا کې د سفیر حمدالله محب خبرو ته غوږ نیولی دی
جمهور رئیس ټرمپ د چارواکو او ملگرو په یوه میلستیا کې د سفیر حمدالله محب خبرو ته غوږ نیولی دی

په واشنگټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب وایي چې د امریکا نوی حکومت به ژر د افغانستان سره د پایداره ملاتړ دریځ روښانه کړي.

ښاغلي محب امریکا غږ ته وویل چې تیره ورځ یې په فلوریډا کې د ښاغلي ټرمپ سره له نژدې د افغانستان په اړه خبرې وکړې او هغه ډاډ ورکړ چې امنیتي او اقتصادي ټیم به یې ډېر ژر د افغانستان په اړه جامع تگلاره جوړه کړي.

د افغانستان سفیر امریکا غږ ته وویل چې "جمهور رئیس ټرمپ ډاډه دی چې د دفاع وزیر او د ملي امنیت سلاکار یې په افغانستان کې ډېر کار کړی دی او دواړه پر موضوع ډېر ښه خبر دي".

د فلوریډا په ساحل کې د "مار اې لوگو" شاهي ډوله ودانۍ او باغ د جمهور رئیس ټرمپ شخصي ملکیت دی او هر کال خپلو نژدې دوستانو ته میلمستیا جوړوي. سږ کال همدې غونډې ته د افغانستان سفیر هم بلل شوی و.

د کابل او واشنگټن اړیکې

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر په کابل کې د سترې محکمې مخې ته برید چې نولس تنه پکې ووژل شول او لږ تر لږه یو څلویښت نور ژوبل شول " بزدلانه" عمل وګاڼه او زیاته یې کړه چې "مونږ یې په سختو ټکو غندو."

ښاغلي سپایسر د افغانستان امنیتي ځواکونه هم وستایل چې په وخت سره یې د برید سیمې ته ځانونه ورسول. سپایسر د افغانستان د حکومت سره هم د همکاریو په دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې "هغوي د سولې د دښمنانو په مقابل کې د خپل ولس دفاع کوي."

په کابل کې د سترې محکمې مخې ته په چاودنه کې شل کسان ووژل شول.
په کابل کې د سترې محکمې مخې ته په چاودنه کې شل کسان ووژل شول.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جان مټیس هم جمهور رئیس محمد اشرف غني ته ټیلیفون کړی او د دواړو هیوادونو د "دوامداره امنیتي اړیکو" په هکله یې خبرې کړیدي.‌

د پنټاګان په اعلامې کې ویل شوي چې جمهور رئیس اشرف غني پدې ټینګار وکړ چې د متحده ایالاتو او افغانستان د اړیکو دوام نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره مهمې دي.‌

د امریکا د دفاع وزیر جان مټیس بیا د ښاغلي‌ غني رهبري ستایلې او په افغانستان کې د ثبات لپاره یې د ملي یووالي د حکومت په اهمیت ټینګار کړی.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د ادراي فساد د ورکولو او اصلاحاتو د راوستلو ژمنه وکړله.

  • 16x9 Image

    ایوب خاورین

    محمد ایوب خاورین د امریکا په نیویارک ایالت کې د سیراکیوز له پوهنتون څخه په نړیوالو چارو او بهرني سیاست کې ماستري اخیستي ده او اوسمهال په واشنگټن کې د امریکا غږ خبریال دی.

XS
SM
MD
LG