د لاس رسي وړ اتصالات

احمد بارک: افغانان ښايي افغاني تشبثات تقویه کړي


د "افغان ټکټ اینډ ټرایول" امر احمد بارک
د "افغان ټکټ اینډ ټرایول" امر احمد بارک

احمد بارک افغاني الاصله امریکایي دی چې د څه دپاسه دوو لسیزو راهیسې په امریکا کې ژوند او کار کوي. هغه په هند کې د سوداگریزو چارو په برخه کې لوړې زده کړي او د امریکا په جورج ټاون او امریکن پوهنتونو کې یې هم په دې برخه کې تجربۍ ترلاسه کړې دي.

هغه د دوه ویشت کالو راهیسې د هوایي چلند د ټکټونو او د سیاحتي سفرونو د سهولتونو په برخه کې کار کړی دی. د جورج ټاون او امریکن پوهنتون د ټراویل او سفرونو د څانگې د امر په توگه له کار کولو وروسته د "افغان ټکټ اینډ ټرایول" په نامه یې یو دفتر پرانستی چې ددې لارې افغانانو او ځاي اوسیدونکو ته د هوایي چلند په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي.

ښاغلی بارک له افغانانو غواړي چې د نورو هیوادونو د وگړو سره د سوداگریزو معاملو پر ځای د خپلو افغانانو له سوداگریو څخه خپلې اړتیاوې پوره کاندي چې افغان سوداگر غښتلي شي او وکړای شي چې خپلو هیوادوالو ته ډیرې آسانتیاوی رامنځ ته کړي.

د امریکا غږ خبریال عارف عثمانزوی د ښاغلي بارک سره د هغه د کاري ژوند او تجربو په اړوند خبرې کړي دي چې تاسې یې دلته اوریدای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:45 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG