د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستاني او افغان سرحدي قواو ترمنځ جگړه کې ۱۵ کسان وژل شوي


افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو پخوا هم د دغې سرحد په اوږدو کې سره جکړې کړي دي
افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو پخوا هم د دغې سرحد په اوږدو کې سره جکړې کړي دي

د افغان او پاکستاني سرحدي قواو ترمنځ د چمن - سپین بولدک په جگړه کې څلور افغان سرتیري او د پاکستاني مقاماتو په وینا نهه ملکي پاکستانیان وژل شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وایي چې په نښته کې څلور افغان سرحدي سرتیري او دوه ولسي خلک وژل شوي او ٣٧ کسان ژوبل شوي چې ١۴ یې سرحدي پولیس دي.

بلخوا پاکستاني چارواکي وایي چې په دغه نښته کې ٩ ولسي پاکستانیان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

په دې ترڅ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي په کابل کې د پاکستان شارژدافیر ورغوښتی او د کندهار ولایت د سپین بولدک د ولسوالۍ په سرحدي پوستو او د لقمان کلي پر ښوونځي باندې یې د پاکستاني پوځیانو د تیري او د درندو وسلو د ډزو په هکله سخت اعتراض کړی دی.

دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر ورغوښتی و او په دې اړه یې اعتراض څرگند کړی و.

د پاکستان صدراعظم په دې پیښې خواشیني ښودلې ده. ویل کیږي چې اوس جگړه بنده شوې او دواړه خواوی غواړي د پیښې پر عواملو سره خبرې وکړي.​

د کندهار امنیه قومندان او جنوبي ولایتونو اوپراتیفي رئیس ډګر جنرال عبدالرازق امریکاغږ ته وويل، چې د سپین بولدک سره نږدې په دوو کلو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پیل شوې جګړه له اتو ساعتونو وروسته دریدلې ده.

جنرال عبدالرازق وویل چې ټاکل شوې چې نن مازیګر څلور بجې به افغان او پاکستاني سرحدي چاروکي په یوه ګډه غونډه کې په هکله خبرې وکړي.

په پاکستان کې هم سرحدي سرچینو امریکا غږ ته د کرښې په هغه غاړه کې د شپږ تنو ملکي وګړو وژل کیدل او له دیرشو څخه د زیاتو نورو کسانو ټپي کیدل تائید کړي دي. د سرچینو د وینا له مخې په ټپیانو کې امنیتي منسوبین هم شامل دي.

ابتدایي معلومات

د افغانستان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځد جمعې د سهار له دریو بجوراهیسې د سپین بولدک – چمن سرحد سره نږدې د ډیورنډ په کرښه جګړه نښتې چې ملکي وګرو ته یې هم د سر زیان اړولی دی.

افغان امنیتي ځواکونو په دې جګړو کې تراوسه د یو ملکي وګړي وژل کیدل اود یو امنیتي منسوب ټپي کیدل تائید کړي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر هم په یو بیان کې په دې نښتو کې د کرښې هغې غاړې ته د یو ملکي وګړي وژل کیدل او د څلورو امنیتي منسوبینو په ګډون د اتلس تنو ټپي کیدل تائید کړي دي.

خو په چمن کې یوې پاکستانۍ امنیتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې جګړه د کرښې په اوږدو کې نورو سیمو ته هم ِغځیدلې او تراوسه په جګړه کې د پاکستان په اړخ کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او له دیرشو زیات نور ټپیان شوي دي.

په سیمه کې یو شمیرمسافرو چې د جګړې له امله په سپین بولدک کې بند پاته دي امریکا غږ ته ویلي چې سرحد تړل شوی او د افغانستان پاکستان د سرحدي ځواکونوترمنځ د جګړې له امله دا سرحد هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوی دی.

دا مسافر وایي چې جګړه د شپږو ساعتونو په تیریدو سره لاهم دوام لري خو اوس دواړه لوري یوازي له درنو وسلو څخه په کې کار اخلي.

د لقمان کلي اوسیدونکي حاجي بهاوالدین امریکاغږ ته وويل چې د دوی کلي ټول اوسیدونکې د بولدک ولسوالۍ مرکز ته انتقال شوي او ځايي خلګو خپل کورونه خوشې کړي دي.

د کندهار امنیه قومندان او جنوبي ولایتونو اپراتیفي رئیس ډګر جنرال عبدالرازق امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې جګړه د لقمان او جهانګیر کلو په حدودو کې چې د ډیورنډ د کرښې په صفري نقطه کې رامنځ ته شوې ده.

جنرال عبدالرازق وویل چې دا دواړه کلي د افغانستان خواته پراته دي او اکثریت اوسیدونکی يې د افغان سرحدي پوليسو په لیکو کې دنده لري.

جنرال عبدالرازق وویل "پاکستان دا ځل هم هڅه وکړه چې د افغانستان خاوره لاندې کړي خو موږ له تیرو څو اونیو راهیسې دې ستونزې ته متوجه وو او پاکستاني لورې ته مو خبر ور کړی وو چې پدې اړه هر راز اقدام به په لویه بعیه ورته تمام شي، خو نن سهار وختي کله چې پاکستاني نظامیان له خپلو نظامي وسایلو سره کلیو ته د اخلیدو هڅه وکړه مخه يې ونیول شوه".

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر هم په یو بیان کې ویل شوي، کله چې د پاکستان د سرشمیرنې مامورین د لقمان کلي ته د سرشمیرنې لپاره ورسیدل، دافغان سرحدي ځواکونو له خوا پرې ډژې وشوې چې له امله د سرشمیرنې یو مامور ووژل شو او څلوارلس ملکي او څلور امنیتي منسوبین ټپیان شول.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر په دغه بیان کې چې په اسلام اباد کې د امریکاغږ ته استول شو، ویل شوي چې د پاکستان له خوا د اپریل د میاشتې په اتلسمه نیټه افغان لورې ته د دغه کلي ته د سرشمیرنې لپاره د سرشمیرنې مامورینو د ورتللو خبر ورکړل شوی وو.

خو د پاکستان پوځ وایي، چې د دې خبریتا سره سره د افغان سرحدي ځواکونو له په دغه ټیم ډزې شوي دي.

جګړه دقیقآ له ډیورنډ کرښې سره په دوه کیلو مټرۍ کې د پرتو کلو پر سر راپورته شوې چې پاکستان يې د خپلي خاوري او افغان لوری يې د خپلي خاورې برخه ګڼي.

لقمان او جهانګیر کلي د سپین بولدک د وېش بازار په جنوب دوه کیلو میترۍ کې د ډیورنډ کرښې له صفري نقطې سره څنګ پر څنګ پراته کلي دي.

د دغو دواړو کليو کې تر پنځلس زرو پورې د اڅکزیو د قوم پورې تړلي وګړي ژوند کوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG