د لاس رسي وړ اتصالات

اتمر: افغانستان مسکو خپل مهم سیاسي متحد ګڼي


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په مسکو کې د روسیې چارواکو سره د کتنې پر وخت
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په مسکو کې د روسیې چارواکو سره د کتنې پر وخت

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د جمعې پر ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په مسکو کې وکتل.

په دې لېدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراختیا، له ترهګرۍ سره د مشترکې مبارزې پر ګډو ستراتېژيو او د سیمه ییزو اقتصادي پروژو پر موثر تطبیق خبرې وشوې.

ښاغلي اتمر وویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت، د روسیه خپل مهم سیمه ییز متحد بولي او د ګ‌‌‌‌‌‌ډ سیمه ییز ګواښ په توګه له ترهګرۍ سره مبارزه کې د دغه هېواد همکاري او گډون ارزښتمن بولي.

ښاغلي لاوروف له افغانستان سره د خپل هېواد د دوامدارو همکاریو ژمنې له بیا تازه کولو سره وویل، چې روسیه په افغانستان کې د سولې او امنیت د تامین لپاره د افغان دولت د پالیسۍ او لومړیتوبونو ملاتړ کوي.

ښاغلی اتمر تیر ماښام د روسیې چارواکو په رسمي بلنه په یو درې ورځیني سفر مسکو ته تللی دی. هغه نن د جمعې په ورځ د بهرنیو چارو د وزیر لاوروف سره له کتنې دمخه د روسیې د ملي امنیت د شورا د سکرتر نېکولای پېټروشوف سره د افغانستان او روسیې په اړیکو خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ امریکا غږ ته وویل چې په دې لېدنه کې دواړو خواود ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې، په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګیدواو د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او سیاسي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي دي.

ښاغلي غورځنګ وویل چې روسیې چارواکو د افغانستان ملي امنیت سلاکار ته ویلي چې د طالبانو سره د دغه هیواد تماسونه، د افغان حکومت پر مشرۍ د سولې بهیرته د دې ډلې د هڅولو په موخه نیول شوي دي.

ښاغلي غورځنګ وویل "د ملي امنیت سلاکار وویل، چې افغان دولت روسیه خپله مهمه سیمه ییزه متحده بولي او د ترهګرۍ ضد مبارزه، امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرستې، د سولې او ثبات تامین او د نشه یي توکو له منځه وړلو په مبارزه کې یې هر اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري".

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند وویل چې ښاغلي اتمر په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په برخه کې د روسیې د دریځ هرکلی کړی چې له مخې یې دا هیواد غواړي د افغان حکومت په مشرۍ د افغان حکومت مخالف وسله وال د سولې بهیر سره یوځای کیدو ته هڅوي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا له خوا په یو بیان کې ویل شوي چې د مسکو په نننۍ غونډه کې افغانستان سره د روسیې د امنیتي همکاریو په اړه هم مفصلې خبرې شوي او هم د غونډې برخه والو په افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې دهلو ځلو په برخه کې خپلې ګډې اندېښنې سره شریکې کړي او پر وړانډې یې د ګډو تدابیرو په نیولو موافقه شوې ده.

په دې لېدنه کې، په مسکو کې د افغانستان لوی سفیر عبدالقیوم کوچي او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوفهم ګډون درلود.

XS
SM
MD
LG