د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پوځ وايي زابل کې یې ۱۷ وسله وال وژلي دي


د زابل ولایتي چارواکي وایي دا عملیات تیره شپه ترسره شوي دي.
د زابل ولایتي چارواکي وایي دا عملیات تیره شپه ترسره شوي دي.

د زابل په ولایت کې امنیتي چارواکي وایي چې تیره شپه افغان او نړیوالو ځواکونو د دغه ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې ګډ عملیات ترسره کړي چې له امله یې د افغان حکومت اوولس وسله وال مخالف وژل شوي دي.

د زابل امنيه قومندان جنرال ميرويس نورزي امريکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې عمليات د دغه ولایت د ارغنداب د ولسوالۍ په ملک خيلو سيمه کې د کره استخباراتي معلوماتو له مخې تر سره شوي دي.

جنرال نورزي وویل چې افغان ځواکونو سرهپه دې عملياتو کېد نړيوالو ځواکونو هوایي ملاتړهم مل وو.

د زابل امنيه قومندان زياته کړه چې په دغو عملیاتو کې د ارغنداب ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومل شوي ولسوال او د هغه د مرستيال د وژل کيدو خبر یې هم ترلاسه کړی دی.

خو جنرال نورزي وویل، چې تراوسه لا د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال او مرستیال وژل نه دي تائید شوي

ارغنداب د زابل ولایت د مرکز کلات ښار په شمال ۶۰ کيلو ميتری کې پرته ولسوالۍ ده چي ډيري برخي يې د دولت د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې دي.

زابل ولایتي چارواکو له تیرو اتو میاشتو راهیسې په دغه ولسوالۍ کې د افغان وسله والو طالبانو د وسله والو تر څنگ د بهرنيو وسله والو د حضور په اړه اندیښنې څرګندې کړي دي.

وسله والو طالبانو په ارغنداب کې د خپلو ملگرو د وژل کيدو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG