د لاس رسي وړ اتصالات

لس ګونه افغان پوځیان په امریکا کې بې درکه شویدي


د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند ایډم سټمپ وایي چې د ۲۰۱۵ کال د جنوري د میاشتې راهیسې لږ تر لږه څلور څلویښت افغان امنیتي ځواکونه چې امریکا ته د روزنې لپاره راغلي و، بې درکه شویدي.

ښاغلي سټمپ د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې یوازې د همدې تیرې میاشتې راهیسې اته افغان پوځیان د نظامي اډو نه پرته د اجازې وتلي دي او تر اوسه یې درک ندی معلوم.

د پنټاګان ویاند زیاته کړه چې یوازې د افغانستان نه بلکې د نورو هیوادونو پوځیان چې امریکا ته د روزنې لپاره راځي، تښتي خو په کومه اندازه چې افغان امنیتي ځواکونه تښتي " غیرې عادې" او د " اندیښنې" وړ دي.

د دفاع وزارت وایي هغوي اوس د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره په داسې لارو چارو کار کوي چې د امریکا د نظامي اډو نه د هغوي د تښتیدو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG