د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال وفادار: د کندهار په خاکریز مو د طالبانو د برید مخه ونیوله


خاکریز ولسوالۍ د کندهار ولایت د مرکز په شمال ۸۵ کلیو میترۍ کې د ارزګان ولایت سره پر پوله کې پرته ده
خاکریز ولسوالۍ د کندهار ولایت د مرکز په شمال ۸۵ کلیو میترۍ کې د ارزګان ولایت سره پر پوله کې پرته ده

په کندهار کې چارواکي وايي تیره شپه د خاکریز په ولسوالۍ کې دافغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جنګ کې اته افغان سرتیري او ۲۲ طالبان وژل شوي دي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال داود شاه وفادار امریکاغږ اشنا ته وويل چې دا برید لسګونو وسله والو طالبانو کړی و.

جنرال وفادار وویل "د شپې له دو بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پورې جګړه روانه وه چې په کې اته د پوځ سرتیري او ۲۲ وسله وال چې دوه يې د هغوی سیمه ییز قومندانان وو، ووژل شول، درې د پوځ سرتیري او ۲۳ تنه بریدګر هم ټپیان شوي".

جنرال وفادار وويل چي د ملي اردو سرتیرو خپلې پوستې ساتلې او برید کوونکي وسله وال یې په شا تمبولي دي. خاکریز ولسوالۍ د کندهار ولایت د مرکز د شمال په ۸۵ کلیو میترۍ کې د ارزګان ولایت سره په څنګ کې ده.

په همدې حال کې د کندهار په دوو نورو نېش او غورک ولسوالیو کې هم له تیرو شپږ میاشتو راهیسې افغان ځواکونه او وسله وال مخالفان په سختو جګړو کې بوخت دي.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې وسله والو یې تیره شپه د خاکریز په ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو درې پوستې نیولي او د افغان امنیتي ځواکونو ۲۳ تنه یې وژلي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG