د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت:په کونړ کې نیول شوي افغان سرتیري خوشي شول


افغان سرتیري
افغان سرتیري
د افغانستان د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل پر خپلې ټولینزې پاڼې ټویټر لیکلي ( د کونړ ولایت د ملي امنیت ادارې د پرلپسې هڅو په پایله کې، هغه شپږ افغان سرتېري خوشي شوي چې طالبانو د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې تښتولي وي .

ښاغلي نبیل په دې تړاوو نور ډېر څه لیکلي نه دي . وسله والو طالبانو شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د یو برید پر مهال شپږ افغان سرتیري له ځانه سره ژوندي بوتلل .
د طالبانو په دغه برید کې ۲۱ افغان سرتیري وژل شوي و .

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي له امریکا غږ سره په خبرو کې یوازې د دوو افغان سرتېرو د خوشې کېدو پخلی وکړ .

« دغه دوه تنه افغان سرتیري په کونړ کې د قومي سپین ږېرو په منځګړتوب خوشي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.»
افغان سرتیري
افغان سرتیري


ښاغلي عظیمي وویل قومي سپین ږېرو له طالبانو سره د څلورو نورو بندي افغان سرتېرو د ازادولو په تړاوو هم خبرې اترې پیل کړي دي . نوموړي دا و نه ویل چې طالبانو د کوم شرط له مخې دغه افغان سرتیري خوشي کړي، او دا چې پاتې نور څلور سرتیري به کله ازادوي .


خو وړاندې چې طالبانو کوم نیول شوي افغان سرتیري خوشي کړي ، په کلکه یې د افغان پوځ لیکو کې د بیا نه ورګډېدو ژمنه ترې اخیستې وه .

د ژوندي پاتې شویو سرتیرو ویاړل:
اخوا افغان ولسمشر حامد کرزي د هغو اتو افغان سرتېرو پر ټټرونو د ویاړ مډالونه و ټومبل چې، د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د دوی پر پوستې شوي برید، کې له طالبا نو سره مقاومت کړی و .

د ارک په خپرې شوې اعلاميي ویل شوي « یادي شوي سرتیري – د مېړانې په خاطر- مډالونو باندې ځکه وویاړل شول چې، د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې یې د هېواد د دښمنانو برید په شا تنبولی،په مېړانې جنګیدلي او خپلو ملګرو ته یې د نورو تلفاتو د اوښتو مخه نیولې ده .»

د ختیځ ولایت کونړ د غازي اباد ولسوالۍ پر افغان سرتیرو د وسله والو طالبانو ډله اییز برید، د خپل ډول له اړخه پر افغان پوځ تر ټولو دروند او زیان اړونکی وبلل شو.
په ټولنیزو شبکو کې وژل شوي افغان سرتیري د هېواد رښتیني ساتونکي وبلل شول او په کابل کې خو یې د وژنې او د طالبانو ضد یو لاریون هم وشو.

لاریون کوونکو دغه راز پر پاکستان هم تور لګوه چې طالبان روزي او بیا یې ترهګریزو بریدونو لپاره افغانستان ته استوي، خو اسلام اباد دغه تورونه په وار وار رد کړي دي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG