د لاس رسي وړ اتصالات

١٠ کلن افغان مهاجر انځورگر "پیکاسو" بلل کیږي


د مهاجرینو په کمپ کې افغان ماشوم فرهاد نوري د مشهورو کسانو انځورگري کوي.
د مهاجرینو په کمپ کې افغان ماشوم فرهاد نوري د مشهورو کسانو انځورگري کوي.

افغان مهاجر فرهاد نوري وايي چې د انځورګرۍ هنر د هغه او د هغه له کورنۍ سره مرسته کړې ده چې د مهاجرت ستونزمنې ورځې او شپې هیرې کړي.

د هغه په انځورونو کې د انځورګر سلوادور دالي، د سربیا د ټینس ستوري نووک جکویچ، د المان صدراعظمي انګیلا مرکل او د امریکايي فلمي هنرمندې انجلینا جولي تصویرونه شامل دي.

نوري وايي "ځینې وختونه زه د ویډیو په واسطه د انځور ایستل زده کوم. زه په یوټیوب کې انځورونه لټوم چې هغوی یې څرنګه انځوروي. زه یې له خپل پلار نه هم زده کوم."

دغه کوچنی هنرمند وایي چې کورنۍ یې یو کال مخکې افغانستان پریښود او دی له رسامۍ سره مینه لري او غواړي انځورګر شي.

تیره اونۍ د سربیا ګاونډي هنګري د مهاجرینو به اړه خپل قوانین لا هم سخت کړل چې پکې د مالونو په کنټینرونو کې د مهاجرینو اچول هم شامل دي. دا حالت د راتلونکې په اړه د مهاجرینو هیلې لا خړې پړې کوي.

د نوري کورنۍ په رسمي توکه د پناه غوښتنه کړې ده او غواړي چې سویس یا امریکا ته ولاړه شي، خو نن سبا په بلګراد کې د مهاجرینو په یوه کمپ کې اوسیږي.

​په اسپانیا کې زیږیدلی پبلو پیکاسو د نړۍ تر ټولو نامتو انځورګر و، خو په سربیا کې د افغانستان کوچنی پیکاسو هیله لري چې په یو نوي هیواد کې نوی ژوند جوړ کړي او پخپله یوه ورځ انځورګر شي.

XS
SM
MD
LG