د لاس رسي وړ اتصالات

د تخار ځانمرګي برید ۲۰ کسه ووژل ۵۰ یې ټپیان کړل


د تخار ځانمرګي برید ۲۰ کسه ووژل ۵۰ یې ټپیان کړل
د تخار ځانمرګي برید ۲۰ کسه ووژل ۵۰ یې ټپیان کړل

یو افغان مامور وایي نن د افغانستان په شمال کې په یوځانمرګه برید کې ، لږ تر لږه ۲۰ کسه وژل شوي او ۵۰ کسه نور ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې یو یې د افغانستان د پارلمان غړی ؤ. مامورین وایي بم چوونکي د تخار د ولایت د تالقانو په ښارکې یوې جنازې ته نژدې په ځان پوري تړلی بمونه وچول.

سمدستي هیچا ددغه ځان مرگې چاودنې د مسولیت ادعا نه ده کړې.

د بلي خوا نه اسوشیټد پریس خبري اژانس، رپوټ ورکړیدی چې د برتانیی یو سرتیری چې په افغانستان کې په یوه چاودنه کې زخمي شوی و د هماغه زخمونو نه مړشو. دا خبره د برتانیی د دفاع وزیر پرون وکړه.

د برتانیې د شاهي هوایی قوې دغه عسکر په هغه چاودنه کې سخت زخمی شوی و چې د پنجشنې په ورځ د کابل په جنوبي برخه کې د دې قوې په مرکز کې شوی وه.

د برتانیی د دفاع وزارت وویل چې دغه عسکر سمدستي برتانیې ته انتقال شو خو په برمنگهم کې د ملکې الیزابت په روغتون کې د د خپلو زخمونو نه مړ شو.

دغه وزارت ددی عسکر نوم و نه ښوده .

ددغه عسکر په وژل کیدو سره په یو د پاسه دوه زرم کال کی په افغانستان کی عملیاتو د پیل کیدو راهیسې، د برتانوي عسکرو د مړوشمیر ٣٩٣ تنه ته ورسیده.

د برتانیې د دفاع وزارت وویل یوه بله جلا پیښه دا ده چې د برتانیې یوه هیلیوکوپتره د افغانستان په جنوب کې، په عاجل ډول بیرته کوزیدو ته مجبوره شوې چې د ځمکې نه ورباندی ډزې وشوې.

ناټو وویل دغه هیلیوکوپتر روغ رمټ په ځمکه کښیناست او ټوله عمله یی هم روغ رمټه ده.

XS
SM
MD
LG