د لاس رسي وړ اتصالات

اسماعیل خان د ځانمرګه برید څخه روغ رمټ وتلی


افغان چارواکي وايي چې ددغه هېواد په لویدیځ کې د هرات په ولایت کې د افغانستان د انرژۍ او برېښنا پر پخواني وزیر او د عبدارلرب رسول سیاف پر مرستیال کاندید اسماعیل خان باندي ځانمرګه برید شوی دی خو هغه د دې برید څخه روغ رمټ بچ شوی دی.

د سیمې څخه د امریکا غږ خبریال خلیل نورزايي ریپوټ راکوي چې دغه برید د هرات ښار په پنځمه ناحیې کې هغه مهال رامنځ ته سو چې خلګ د جمعې د لمانځه نه وروسته د مسجد څخه د راوتلو په حال کې وو.

د هرات ولایت والي سید فضل الله وحیدي وايي چې په برید کې یواځي برید کونکی وژل شوی دی او اسماعیل خان او ملکي وګړو ته تلفات نه دي اوښتي.

د برید نه وروسته ښاغلي اسماعیل خان ویلي دي چې دا تروریستي برید د افغانستان د خلګو او د اسلام د دښمنانو کار دی خو اسماعیل خان د کومې خاصې ډلې نوم وانخیستی. هغه داسي وویل،،کله چې مو لمونځ خلاص کړ نو د جومات د دروازې څخه د وتلو په حال کې و چې یو څوک د ساختګي عریضې سره رامخ ته شو اوغوښتل یې چې مرسته ورسره وشي خو د خلګو ګڼه ګوڼه زیاته وه او زما څخه ۲۰ دیرش قدم لیري یې ځان انتفجار وکړ. ،،

د هرات امنیتي ځواکونو ویلي دي چې ځانمرګه برید کونکی یو سپین ږیری سړی و او دا چي د پېښې په اړه تحقیقات جریان لري.

طالبان چې اکثره دغه راز بریدونه کوي تراوسه پوري یې د پېښې په اړه څه نه دي ویلي نه یې د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.
XS
SM
MD
LG