د لاس رسي وړ اتصالات

په فراه کې طالبانو ۱۵ پولیس وژلي دي


د افغانستان حکومتي چارواکي وایي چې د فراه په ولایت کې د طالبانو په یوې حملې کې ١٥ پولیس وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د چارشنبې په ورځ په څو هدفونو باندې مرګانۍ حملې وکړې. د فراه ولایت یوه چارواکي وویل چې طالبانو د چارشنبې په ورځ ناوخته د لویې لارې په سر د پولیسو پر یوې ګزمې باندې ناڅاپي برید وکړ چې ١٥ تنه پولیس یې ووژل او لس تنه یې ټپیان کړل.

د فراه د والي ویاند عبدالرحمان ژوندي د امریکا غږ ته وویل چې پولیسو پر لویې لارې باندې ګزمه کوله چې برید پر وشو.،،پنځه بجې پولیسو پر عمومي شهرا باندې په ګزمه بوخت وو خپلې پوستې یې چکولې د وسله والو د یوه کمین سره مخ شول چې ۱۵ شهیدان لرو او لس کسه زخمیان لرو.،،

د چارشنبې په ورځ طالبانو په غزني ولایت کې هم د ناټو او دولتي عسکرو پر یوې ګډې نظامي اډې باندې برید وکړ. په دې حمله کې لږ تر لږه ١٨ کسه ووژل شول چې یو امریکایی عسکر، درې ملکي وګړي او ۴ تنه پولیسان په کې شامل وو.

د یادونې وړ ده چې لس پولینډي عسکر په نوموړې حملې کی ټپیان شوي دي. د پولینډ د دفاع وزارت وایي چې لس تنه حمله کوونکي یې هم په غزني ولایت کې کې دناټو پر نظامي اډې باندې د حملې په دوران کې وژلي دي.
XS
SM
MD
LG