د لاس رسي وړ اتصالات

د یوه افغان سړي استرالیايي قاتل به په کابل کې قید تیروي


د یوه افغان سړي استرالیايي قاتل به په کابل کې قید تیروي

د یوه افغان سړي استرالیايي قاتل به په کابل کې قید تیروي

یو اسټرالیايي سړی چې خپل یو افغان ملگری یې وژلی ؤ او په اعدام باندی محکوم شوی ؤ، دمرگ سزا ېې معاف شوی ده خو شل کاله به د کابل په یوه بدنام زندان کی قید تیروي.

دغه سړی چی داسټرالېا دپوځ ېو پخوانی عسکر دی او رابرټ لانگډن نومېږی په کال ٢٠٠٩ مېلادی کی یې د یوه افغان ملگري سره د شخړې او جنجال د راپېدا کېدلو نه وروسته نوموړی افغان وژلی ؤ.

د قتل نه وروسته، په لومړئ مرحله کې دغه اسټرالېاېې عسکر په خپل جرم باندی منکر ؤ او په درواغو ېې د خپل ملگری د وژلو ملامتېا د طالبانو په غاړه غورځوله.

دواړو په ېوه شخصی امنېتی شرکت کی وظېفه اجرا کوله او په افغانستان کی به ېې د ناټو د پوځی کاروانونو امنېت ساته.

داسټرالېا ېوه ورځپاڼه Australian چی ددغې دوسېی اسناد ېې پېد اکړی دي وېې چې پروسږکال په جنورئ کې ،د افغانستان ېوې محکمې قاتل په اعدام باندی محکوم کړ خو کله چی دهغه دکورنئ غړو دمقتول کورنئ ته زېات نغدی تاوان ورکړ نو دسزا ېې کمه شوه.

رابرټ لانگډن به په پل څرخی په زندان کی خپل حبس تېروی. په دغه زندان کی د القاعدې او طالبانو دنېول شوو کسانو نه علاوه ډېر نورمجرمان هم پراته دي.

درابرټ لانگډن مدافع وکېل وېې گومان نه کوی پل څرخی داسی کوم زندان نه دی چی ېو قېدی دې په کې دشلو کلونو پوری د قېد په دوران کی ژوندی پاتی شی.

XS
SM
MD
LG