د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا افغان پناه غوښتونکي مالیزیا ته لیږي


استرالیا افغان پناه غوښتونکي مالیزیا ته لیږي
استرالیا افغان پناه غوښتونکي مالیزیا ته لیږي

د استرالیا سترې محکمې مالیزیا ته د پناه غوښتونکو د استولو بندیز د لنډې مودې لپاره اوږد کړی دی. د اوس لپاره هغه کسان چې باید له استرالیا نه ایستل شوي وای، حداقل ترهغه وخته پورې چې ددې میاشتې په پای کې د سترې محکمې لخوا ورباندې فیصله کیږي، د هوساینې سا اخلي.

شپاړس افغانان او سریلانکایان چې سیاسی پناه غوښتونکي دي باید د دوشنبې په ورځ کوالالمپور ته رسیدلي وای. دغه کارباید د هغه معاملې په اساس شوی وای چې د استرالیا او مالیزیا ترمنځ ورباندې موافقه شویده. استرالیا ٨٠٠ پناه غوښتونکي مالیزیا ته لیږي او په مقابل کې ۴٠٠٠ نورخپل هیواد ته غواړي ترڅو ددوی د پناه غوښتنې اسناد وڅیړل شي. استرالیا په ظاهره کې دغه مطلب یادوي چې دوی غواړي پناه غوښتونکي ددې نه وستنوي چې د وړو کښتیو له لارې د استرالیا د شمالي اوبو نه ځانونه استرالیا ته ورسوي (ځکه دغه کارډیرخطرناک دی).

اما د پناه غوښتونکو مدافع وکیلان له محکمې نه غواړي چې د پناه غوښتونکو تبادله غیرقانونی اعلانکړي. دیکشنبې په ورځ د ملک په پایتخت کانبیراکې د یوې استماعیې په دوران کې مدافع وکیلانو داسې یو سند ترلاسه کړ چې د اوس له پاره د استرالیا نه د پناه غوښتونکو ایستل وځنډوي.

یوتن مدافع وکیل چې ډیویډ مان نومیږي او د پناه غوښتونکو سره د ملبورن په حقوقي مرکز کې کارکوي، ستری محکمې ته د عریضی مسئله پورته کړه. هغه وايي د وړوکښتیو خلک کولی شي د استرالیا په دننه کې خپلې قضیې باید څیړلې وگوري. مان وايي:

هغه څه چې محمکې وویل هغه دادی چې د استرالیا حکومت له دې ستون شوی دی چې زمونږ مشتریان مالیزیا ته وشړي. دوی داسې ادعا کوي چې ددوی پردوسیو باید دننه په استرالیاکې اوبیله دې چې دوی مالیزیا ته وشړل شي، غور وشي.

د استرالیا حکومت وايي ددغه هیواد د مهاجرت وزیر کرس بومن دا صلاحیت لري چې پریکړه وکړي چې د پناه غوښتونکو دوسیې چیرته وڅیړي.

بومن وویل، ده دا تمه لرله چې د "مالیزیا د حل لیاره" له یولړقانوني خنډونو سره مخامخ شي. خو ده ټینگار وکړ چې سره له دې هم حکومت دا عزم لري چې د کښتۍ د خلکوپه مقابل کې خپل پلان عملي کړي ترڅو دوی دې ته زړه ښه نکړي چې د استرالیا د شمالی اوبو له لارې دغه هیواد ته ننوځي.

د بشری حقوقو ډلې دغه معامله وغندله او د استرالیا حکومت په دې تورن کړ چې خپل مسئولیت د مهاجرینو او ترخطرلاندې خلکو چې په دوی کې ماشومان هم شته خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

مهاجرت او د پولو ساتنه په استرالیا کې خورا مهم سیاسي اړخ لري. مخالف محافظ کارگوند وايي دا چې عالی محکمه دا تصمیم لري پخپله ښيي چې د حکومت د مهاجرت پالیسي بلکل گډه وډه ده. د عالی محکمې نهایی پریکړه ددې میاشتې په اخره کې اعلانیږي.

استرالیا هرکال ١٣٠٠٠ د مختلفو بین المللی تړونونو په اساس پناه غوښتونکي مني.

XS
SM
MD
LG