د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې د سلمانیانو کاروبار


په کندز کې د سلمانیانو کاروبار
په کندز کې د سلمانیانو کاروبار

د کندز په ښار کې د یو سلمان په دوکان کې سلمان د یو تن ویښته کموي. د هغه له غاړې یې سپینه ټوټه تاو کړې، او ویښته یې کموي، خو د دوکان په فرش دومره ویښته پراته دي فکر کیږي چې له سهاره راپه دیخوا یې نه دی جارو کړې، د هغه په یو لاس کې ږمنځ او په بل کې قیچي ده او په چټکۍ سره په خپل کار مشغول دی.

د کندوز په ښار کې یو شمیر سلمانیان چې نسبتا یو څه نظافت مراعات کوي د خپلو کاري وسایلو د پاکو ساتلو په خاطر له ډیټولو استفاده کوي، خو د سلمانۍ په یو شمیر نورو دوکانونو کې بیا هیڅ ډول نظافت نه مراعات کیږي.

د کندوز یو تن اوسیدونکې په دغه ښار کې د سلمانیانو د نظافت په اړه وایې: "د کندوز سلمانیان هیڅ نظافت نه مراعات کوي، پل هم د یو ځل لپاره نه استعمالوي، د عامې روغتیا مسولین باید یوازې د ښار د مینځ سلماني دوکانونه ونه ګوري، باید د ښار د شاوخوا هم وګوري، یوازې سلمانیان په دې نه پوهیږي چې (ایچ اي وي)څه شی دی؟ د دوکان د پاکوالي له کتلو وړاندې باید د هغوي د استعمال د سامانونو نظافت وکتل شي"

د اکثرو سلمانیانو وسایل چې د خلکو ویښته پرې کموی، له دې پرته چې نه تعقیم کیږي، خیرن هم وي.

د کندوز د ښار سلمان سلام چې د نظافت د مراعات کولو ادعا کوي داسې وایي: "د نظافت لپاره مو په دوکان کې ډیټول ایښي دي، الکول شته، او د چا ویښته چې کموو، خپل وسایل په هغې پاکوو، مونږ په دوکان کې ډیټول ساتو، الکول ساتو، ږمنځي او نور سامانونه په الکولو مینځو او بیا پرې نورو خلکو ته کار کوو"

د کندوز د عامې روغتیا ډاکټران وایې چې دوي ددغه ښار سلمانیاتو ته د (ایچ، اي، وي) یا ایډز او نورو مرضونو په اړه معلومات ورکړي چې د سلمانیو له ناپاکو وسایلو څخه له یو نه بل ته انتقالیږي.

خو ډاکټر عبدالبصیر رشیدي وایې چې د عامې روغتیا له خوا په کافي اندازه معلومات سلمانیانو ته نه دي ورکړل شوي، او داچې څه ډول ناروغۍ د سلمانیانو د ناپاکو وسایلو له استعمال څخه خپریږي؟ داسې وایي: "د کندوز سلمانیان هیڅ نظافت نه مراعات کوي، د سلمانیانو د ناپاکو وسایلو له امله تورزیړي او (ایچ، اي، وي) انتقالیږي، ځینې جلدي مرضونه هم له دې وسایلو نورو خلکو ته انتقالیږي، او د عامې روغتیا مسولینو سلمانیانو ته د پوهاوي سیمنارونه جوړ کړي خو کافي نه دي"

سلمانیان هم په دې اعتراف کوي چې دوي به پخوا په یو پل یا پتري باندې زیاتو کسانو ته کار کاوه، خو اوس چې د ځینو خطرناکو ناروغیو له خپریدو خبر شوي د هر سړي لپاره جدا پل استعمالوي.

په عمومي توګه په کندوز کې له دې پرته چې د وسایلو د تعقیم او پاکۍ خیال نه ساتل کیږي، د دوکان او نورو وسایلو دسمالونو، ږمنځو، او هغو ټوټو چې د خلکو له غاړې یې تاوهي نظافت یې نه مراعات کیږي.

XS
SM
MD
LG