د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کې ١٧٥ميلونه افغانۍ وسوزول شوې


جلال اباد کې ١٧٥ميلونه افغانۍ وسوزول شوې
جلال اباد کې ١٧٥ميلونه افغانۍ وسوزول شوې

افغانستان بانک هغه زاړه اوله چلنده لويدلي افغاني بانک نوټونه چې له ننګرهار،کونړاولغمان ولايتونوڅخه راټول کړي وو، د سه شنبې په ورځ يې په جلال اباد کې په عام محضرکې وسوزول.

دافغانستان بانک دويم مرستيال محمدعيسى تراب په وينا دوی له ختيځو ولايتونو څخه ٢١٦ ميلونو زيات هغه زاړه نوټونه چې نوردچلندنه ووراټول کړي چې په وينايې په دغو نوټونو کې زرګون، پنځه سوه ګون، سلګون، پنځوسي، شلګون او لسګون شامل دي چې اوس مهال يې ١٧٥ميلونه او څلورسوه نوي زره افغاني بانک نوټونه ترې ايره کړل.

دى وايي پاتې بانک نوټونوته به سباهم په همدغه محضرکې تيلى ورته کړي.دى وايي دغه بانک نوټونه چې دوي ورته تيلى ورته کړزياتره هغه بانک نوټونه ووچې تاريخ تېراو شلېدلي وو.

محمدعيسى تراب وايي چې دنړۍ والونورمونوله مخې بايد له درېو کلونو زيات ونه کارول شي. ده دسيمې له خلکوغوښتنه وکړ ه چې دافغاني بانک نوټونو په ساتنه کې دې مسولانه چلندوکړي.

دغه نوټونه چې دهېواديوهويت دى دادې داسې وساتي اودې يې کاروي چې ژرله خراب نه شي اوله چلنده ونه لوېږي .دى وايي هغه څوک چې افغانۍ زياته کاروي دهغوي په عوايدوکې زياتوالى راځي ،دى وايي دسيمې سوداګربايددپردۍ کرنسۍ پرځاى خپل افغاني بانک نوټونه وکاروي چې په دې کارسره هم ددوي عوايدلوړېږي اوهم به دوي خپله افغاني هويت ښکاره کړي. دى وايي اوس مهال د افغانۍ ثبات په سيمه کې سارى نه لري، بهرنۍ کرنسۍ زياتره مهال ښکته او پورته کیږي خو افغانۍ هغه کرنسي ده چې خپل ثبات يې ساتلى دى.

دى وايي که په سيمه کې چک ورکول اودبانکي کارډونودکارولوسيستم زيات شي نودغه نوټونه به ژرله کاره ونه لوېږي .دسيمې خلک وايي دزړوبانک نوټونو د کارونې پر مهال د پلورنوکيو او پېرېدونکيو مدام جګړه وي.

دوی وايي ددې هېوادخلک بايدله خپلو نوټونو سره داسې چلندو کړي او د ارزښت په سترګه ورته وګوري چې دنورې دنياخلک هم پردې پوه شي چې افغانان له خپلې کرنسۍ سره مينه لري اوپه دغه ملک کې بايددبهرنۍ کرنسۍ پرځاى افغاني کرنسي وکاروي.

دبانک د چارواکيو په ويناپه افغانستان کې دامهال ١٤١مليارده افغاني بانک نوټونه په جريان کې لوېدلي چې له دغې شمېرې څخه يې تر شپږ ميلياردو زيات افغاني بانک نوټونه سوزولي دي. د افغاني بانک نوټونو دارزښت او کارولو مساله په داسې وخت کې راسپړل کېږي چې اوس هم دافغانستان په سرحدي ولاياتو کې دافغاني بانک نوټونو پر ځاى بهرني بانک نوټونه کارول کېږي.

د افغانستان په ختيزوولايتونوکې هم دغه ستونزه لاهمداسې زړه په زړه ده .اوس هم په دغو ولايتونوکې له سبو نيولى ان دځمکو تر پلور او تجارتي راکړه ورکړه په پاکستاني کلدارو او ډالرو تر سره کیږي.

که څه هم په دې اړه دولت کله ناکله د افغاني بانک نوټونودکارولو،دودولو او بهرنۍ کرنسۍ د مخنيوي خبر يوازې د کميسونونو تر جوړولو ورکوي خو بيا هم دغه ستونزه لاحل شوې نه ده.

سوداګر هم دې ته زړه نه ښه کوي چې پرافغاني بانک نوټونوراکړه ورکړه وکړي دسيمې يوسوداګرشريف خان ناصري يې عوامل داښيي چې دوي خپل صادرات نه لري چې په افغانيويې وپلوري او بل داچې لوړپوړي مامورين او د بهرنيو موسسو استازو ته په ډالرمعاش ورکول کېږي ان داچې دوي پخپله له شرکتونو سره قراردادونه په ډالرو کوي .

دسيمې يوشمېراوسېدونکي بيا دا وايي چې دافغانۍ دودل اوکارول جدي اقدام غواړي .ددوي په وينا چارواکي په خپله د افغانۍ پر ځاى په جېبونو کې ډالر يا کلدارې ساتي اوان داچې کاروي يې.

XS
SM
MD
LG