د لاس رسي وړ اتصالات

د غړو د ښکلا افغان لوبغاړو په آسیايي سیالیو کې اتلولي وګټله


د غړو د ښکلا افغان لوبغاړو په آسیايي سیالیو کې اتلولي وګټله

د غړو د ښکلا افغان لوبغاړو په آسیايي سیالیو کې اتلولي وګټله

د افغانستان د بدني روزنې او د غړو د ښکلا لوبډلې د سويلي آسیايي هیوادونو ترمنځ سیالیو کې له اتلولۍ ګټلو وروسته نن بیرته هیواد ته راستنه شوه.

د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د اتلو لوبغاړو هرکلي دپاره د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې چارواکو او مینه وال را غونډ شوی وو.

لوبغاړي وايي چې دویم ځل لپاره یی وکړای شول چې د جنوبی آسیا هیوادونو ترمنځ د سیالیو اتلولي ترلاسه کړي چې تیر کال هم دغه اتلولي دوی ترلاسه کړې وه.

د سویلي آسیا د غړو د ښکلا په ترسره شویو سیالیو کې افغان لوبغاړو وکولای شول چې درې د سرو زرو، درې د سپینو زرو او دوه هم د برونز مډالونه ترلاسه کړي.

د افغانستان د غړو د ښکلا د فدراسیون چارواکي وايي چې دوی له دغې بریا سره نړیوالو ته وښوده چې افغانان پیاوړي دي او کولای شي چې د نړۍ د لوبغاړو سره سیالي وکړي.

XS
SM
MD
LG