د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په سرحدي سیمه تورخم باندې توغندي پریوتي


تورخم هغه سیمه ده،چې کله، کله په کې افغان او پاکستاني ځواکونه دسرحدي مسلو له کبله په جګړه کې ښکېلېږي.
تورخم هغه سیمه ده،چې کله، کله په کې افغان او پاکستاني ځواکونه دسرحدي مسلو له کبله په جګړه کې ښکېلېږي.

په تورخم کې افغان امنیتي چارواکي وايي چې له نن سهار راهیسې د ډیورنډ د کرښې له هغې خوا څوارلس توغندي توغول شوي چې مرګ ژوبله یې نه ده اړولې خو اد بریدونه لا هم روان دي.

په تورخم کې د سرحدي پولیسو کمیسار رحیم الله سهاک امریکا غږ ته وویل،چې دا توغندي د سرحدي کنډک په لور توغول شوي،چې دوه یې دسرحدي پولیسو د شپږم کنډک په منځ کې لګېدلي دي.

دسرحدي پولیسو کمیساروویل،چې دغه بریدونه د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې دغوړکۍ سیمه کې دپاکستاني پوځ له رادار پوستې څخه ترسره شوي دي.

رحیم الله سهاک وویل،چې په دغو بریدونو کې تر اوسه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

که څه هم تر اوسه ددغو بریدونو دلیل نه دی روښانه خو دوطرخم کمیسار وايي: "پاکستاني سرحدي چارواکو له مونږ غوښتي و،چې د هغې غاړې دځینو غوښتنو په اړه باید له مونږ سره ناسته وکړي خو مونږ ورته سبانۍ یا سې شنبه ښودلې ده".

دتورخم په ښارګوټي کې مېشت خلک وايي،چې دغه بریدونه له نن سهار راهیسې پیل شوي او راسآ له پاکستاني پوستو څخه کېږي.

خو دننګرهار دوالي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وايي تر اوسه نه ده روښانه چې دغه بریدونه رشتیا هم پاکستاني پوځ کړي او که څنګه خو وايي تلفات پکې نه دي اوښتي.

تورخم هغه سیمه ده،چې کله، کله په کې افغان او پاکستاني ځواکونه دسرحدي مسلو له کبله په جګړه کې ښکېلېږي.

ددغه ښارګوټی دسوداګرۍ لېږد رالېږدل لپاره دافغانستان او پاکستان دواړو لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.

په دې وروستیو میاشتو کې افغانستان او پاکستان پوځي ادارو د سرحد په اوږدو کې د دغسې ستونزو د هوارولو لپاره د ژر اړیکو د نیولو په یو میکانیزم هم موافقه کړې چې له مخې د دواړو هیوادونو لوړپوړي پوځي چارواکي د ستنونزو د پیښیدو پروخت یوبل سره مخابراتي اړیکې نیسي.

دا پیښه په داسې حال کې رامخې ته شوې چې اوړمه ورځ د افغانستان د امنیتي ادارو یو لوړپوړي پلاوي له پاکستان څخه لیدنه کړې ده.

تراوسه د پاکستان امنیتي ادارو د توغندیو د بریدونو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG