د لاس رسي وړ اتصالات

بؤلنګ او په کابل کې د دوبي اوږدې ورځې


 بؤلنګ لوبه د دوبي په اوږدو ورځوکې د ځوانانو لپاره یوه ښه تفریح جوړه کړې
بؤلنګ لوبه د دوبي په اوږدو ورځوکې د ځوانانو لپاره یوه ښه تفریح جوړه کړې

په افغانستان کې د جګړو د مخه د بؤلنګ لوبه د کابل د ښار په یوه برخه کې موجوده وه، خو هغه وخت دا یوازې تر بهرنیانو او اشرفو کورنیو څو کسانو پورې محدوده وه. خو دا ځل يې دروازه د عامو خلکو پرمخ پرانستې ده.

هغه خلک چې تل په کار بوخت وي، د هغوئ لپاره په مسلکي او پوره امکاناتو سره د بؤلنګ ځای تیار شوی دی.

د کابل یو اوسیدونکي صفي الله وویل ددغسی بالنګ سنټر موجودیت د ځوانانو لپاره خورا مهم دی، ځکه چې د دوئ د تفریحي مصروفیت لپاره یو ښه پارک او نور څه نشته. هغه زیاتوي " راځو دلته خپلې لوبې کوو او یو څه وخت تیرو."

که څه هم ځیني پانګه وال په افغانستان کې په اوس وخت کې پانګه اچونه د خطر منل بولي، خو وايي چې دوئ له دې لارې خپل هیواد ته خدمت کوي.

د تیمور شاه حبیبي په نامه یو پانګه وال اشنا تلویزیون ته وویل" بهتره دا ده چې خپل په وطن کې سړی سرمایه ګذاري وکړي او خپل وطندارانو ته یوه فایده ورسوي."

د پلي زون په نوم مرکز کې د بؤلنګ لوبې لپاره په هر وار درې سوه افغانۍ فیس ټاکل شوی، خو آیا ټول خلک چې غواړي دا لوبه ترسره کړي، پدې لوبه پوهیږي؟

ددې مرکز مدیر ضیاالرحمن وايي "د دوستانو ترمنځ مقایسوي ګیم دی. یو ګیم شل باله دی او په دې کې پین دي، توپ اچول دي، که په دې کې سړی ټول پینان چپه کړي هغه ته سټرایک واي، او که په دوو چانسونو کې سړی دا پینان چپه کړي هغه ته سپیر واي،او که بال ترې خطا لاړ، هیڅ پین یې چپه نه کړ، هغه بیا کټر دی."

عزت الله په کابل ښار کې دوکان لري او وایي ځیني وخت د بوختیا لپاره د بؤلنګ مرکز ته ورځي.

د پلې زون چارواکي وايي که امنیتي او ځیني تخنیکي ستونزې لیرې کړای شي، نو په پام کې لري چې دغه راز تفریحي ځایونه په ځینو ولایتونو کې هم جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG