د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سوک وهونکو د المپیک سیالیو ته تیاری پیل کړی


افغان سوک وهونکو د المپیک سیالیو ته تیاری پیل کړی

افغان سوک وهونکو د المپیک سیالیو ته تیاری پیل کړی

پداسی حال کې چې په لندن کې د ۲۰۱۲ کال نړیوالو المپیک لوبو ته نږدې لس میاشتې پاتې دې خو افغان سوک وهونکې وایې دوې ورته سر له اوسه چمتوالې نیسي.

د هلکانو د سوک وهنې د ملي لوبډلې روزنکی نثار احمد قاری زاده وايي چې دوی د ورځې لخوا پنځه ساعته تمرین کوي.د قاري زاده په وینا که څه هم دوی په دوه زره او څلورم او اتم کلنو کې لوبغاړو لپاره بهرني روزنکي په دندو ګمارلي وو خو دا ځل افغان لوبغاړي پرته له کوم بهرنی روزنکی په کابل کې تمرینونه کوي.

نثار قاري زاده وايي: "په اوسني وخت کې تاسو پوهیږۍ چې امنیت ښه نه دي خو بیا هم لوبغاړي په مینې سره خپل مسلک پر مخ وړي.دوی په اونۍ کې پنځه ورځې خپلو تمرینونو ته راځي".

دی زیاتوي: "په دوره زره او څلورم کال کې د المپیک په سیالیو کې افغان لوبغاړي بشرمل سلطاني د برونز مډال ترلاسه کړی وو".

افغان لوبغاړي اوس مهال د کابل په کلپونو کې په سختو ورزشي تمرینونو لګیا دي.دوی غواړي چې د لندن دوه زره او دولسم کال په سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کړي).

د سوک وهنې د برخې لوبغاړي هم خوښ دي چې په خپله افغان روزنکي په خورا مینې سره تمرین ورکوي.دوی هیله لري چې له خپلو کمو آسانتیاوو سره وکولای شي چې د دوه زره او دولسم کال په المپیک سیالیو کې ګډون وکړي او ښې بریاوې ترلاسه کړي.

کلیپ شهزاده حسن وايي: "زموږ ښوونکي له لیرو ځایونو څخه راځي او موږ یې له روزنې خوښ یو. زموږ د هیواد په کچه د روزنې له بهیر څخه موږ خوښ یو".

محمد عارف نظیري وايي: زموږ د تمرینونو کچه باید لوړه شي موږ ته باید بهرني سفرونه برابر کړای شي.د ګاونډیو هیوادونو له لوبغاړو سره موږ باید دوستانه لوبې دلته هم ترسره کړو.

هغه زیاتوي: د افغانستان د سوک وهنې د ملي ټیم لوبغاړي چې شمیر یې نږدې دیرشو کسانو ته رسیږي وایې چې ډیر لږ آسانتیاوی لري. او د تمرین ځایونه هم په نړیوال سټنډرد برابر نه دي.

محمد عارف نظیري وايي: موږ پرلپسې سیالۍ نه لرو چې له یوه ښار څخه بل ښار ته ولاړ شو. په کال کې یو ځل بهرنی سفر موږ ته برابریږي ، چې باید په کال آن تر لسو سفرونو پورې موږ ته برابر کړای شي. موږ هیڅ راز وسایل هم نه لرو.

د افغانستان د سوک وهنې د فدراسیون چارواکي هم د لوبغاړو پروړاندې د ستونزو خبره مني خو وايي چې په ټولیزه توګه د افغانستان د المپيک ملي کمیټې ته د افغان حکومت له لوري کمه بودجه ورکول کيږي چې یوازې کولای شي د یادې کمیټې د کارکوونکو تنخواګانې برابرې کړي.

کلیپ نثار قاري زاده د سوک وهنې د ملي لوبډلې روزنکی دی، هغه وايي: موږ ونه شو کړای چې د دوه زره او دولسم کال د المپیک سیالیو لپاره په بهر کې لوبغاړو ته د تمرین زمینه برابره کړو. دا د المپیک د ملي کمیټې د کمې بودیجې له امله ده چې په واک کې یې نه ده ورکړل شوې.

د افغانستان د سوک وهنې د فدراسیون د مالوماتو له مخې اوس مهال په کابل ښار کې د سوک وهنې څلور دیرش رسمي کلپونه له دوی سره ثبت دي.په دغو کلپونو کې نږدې اوه زره لوبغاړي چې دیرش تنه یی نجونې دي په تمرینونو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG