د لاس رسي وړ اتصالات

د بامیانو مجسمې ښایی بیرته ورغول شي


د بامیانو مجسمې ښایی بیرته ورغول شي
د بامیانو مجسمې ښایی بیرته ورغول شي

ددې امکان شته چې د بامیانو د بودا د لویو مجسمو نه یوه یې بیرته ورغول شي. دغه خبره په جرمني کې ساینسدانانو کړې. د بودا دوې سترې مجسمې چې د بامیانو په دره کې ولاړې وې، لس کاله مخکی طالبانو په بم والوزولی.

د مونیخ د تخنیک په پوهنتون کې کې ډیر کارپوهان وایي چې دوی د ورانو سوو مجسمو په ټوټو باندې څیړنه کوي.

د بودا دغه دوې سترې مجسمې چې د بامیانو د دری د غره په لمن کی ولاړی وی یوه یی ۵۵ متره او بل یی ۳۸ متره وی. په ۲۰۰۱ کال طالبانو په دی بهانه چی دغه دوی مجسمی بت پرستی تشویقوی د داینمایټ په ذریعه و الوزولی.

د طالبانودغه عمل نړیوالو وغانده.

اروان ایمیرلینګ، چی د هغه ټیم مشری کوی چی د بودا د دغو دوو سترو مجسمو ټوټی څیړی، وایی چی د بودا د دغو دوو مجسموڅخه وړوکی مجسمه یی بیرته جوړیدای شي.

هغه دا هم زیاته کړی چی دغه د بودا مجسمی چی د غره په لمن کی توږل شوي وې یو وخت په رنګونو ډیری روښانه وې.

ایمرلینګ به په همدی اوونۍ کې د پاریس په ښار کی په یوه کنفرانس کې د خپلو څیړنو د نتایجو په هکله راپور ورکړي.

XS
SM
MD
LG