د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سوداګر امریکايي پوځيانو ته په رشوت ورکولو تورن شو


امریکايي ځواکونه د خپلو اکمالاتو لپاره له خصوصي شرکتونو سره قرارداد کوي

امریکايي ځواکونه د خپلو اکمالاتو لپاره له خصوصي شرکتونو سره قرارداد کوي

د امریکا یوې محکمې په افغانستان کې د باروړونکو موټرو د یوه شرکت خاوند د قراردادونو په ترلاسه کولو کې په درغلیو تورن کړ.

د حکمت الله ښادمن په نامه یو افغان سوداګر چې د افغانستان په سویل کې د باروړونکو موټرو شرکت لري، امریکايي پوځیانو ته په رشوت ورکولو تورن شوی دی.

د امریکا د یوې فدرالي محکمې قاضي ویلي چې ښاغلي ښادمن په ۲۰۰۹ کال کې د امریکايي ځوانوکو د انتقالاتو د قراردادونو د ترلاسه کولو لپاره، دوو امریکايي سرتیرو ته شاوخوا یونیم لک ډالره رشوت ورکړی و.

دواړو پوځیانو په رشوت اخیستلو اعتراف کړی چې یو یې په لسو میاشت حبس محکوم شوی دی او د بل قضایي حکم په راتلونکي‌ میاشت کې صادر کیږي.

دغو پوځیانو ویلي‌ چې ښاغلي‌ ښادمن لمړی ځل د کندهار هوايي ډګر ته څیرمه دوې ته پنځوس زره ډالر ورکړي و او بیايې نورې پیسې هم ورکړې. د پيسو په بدل کې له پوځيانو غوښتل شوي و چې حکمت الله ښادمن سره د قراردادونو په اخیستلو کې مرسته وشي.

امریکايي محکمې د ښاغلي ښادمن د نیولو حکم کړی دی خو تر اوسه لا هغه ندی نیول شوی او اوسیدلو ځاې هم څرګند ندی.

XS
SM
MD
LG