د لاس رسي وړ اتصالات

پانګوال: په افغانستان کې د پانګونې لپاره امیدونه ډېر شوي


په کابل کې د خصوصي سکټور د غړو غونډه
په کابل کې د خصوصي سکټور د غړو غونډه

د خصوصي سکټور مسؤلین وايي، د نوي حکومت له راتګ سره په افغانستان کې د پانګونې لپاره امیدونه ډېر شوي او د اصلاحاتو لپاره د نوي حکومت کړنې ان بهرني پانګوال هم پانګونې ته هڅولي دي.

نن په کابل کې د خصوصي سکټور غړو د اقتصادي ودې لپاره د اصلاحاتو د لومړیتوبونو د معلومولو په یوه کنفرانس کې وویل، چې نوی حکومت اصلاحاتو ته ژمن دی، دوی وویل چې په نوي حکومت کې د خصوصي سکټور لپاره د اصلاحاتو په راوستو کې سیاسي اراده موجوده ده.

دا کنفرانس چې د سوداګرۍ او صنایعو خونو او د حرکت په نوم د مؤسسې له خوا دایر شوو، ددې بنسټونو چارواکو وویل هغه پانګوال چې خپلې پانګې ویستې وي اوس هېلمن شوي، چې بېرته راشي، دوی وویل چې له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک هم پانګوال ډاډه کړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونو د ریاست د عامل پلاوي رئيس عتیق الله نصرت وویل ‪"‬په تېرو شلو ورځو کې دوه ځله رئيس جمهور له خصوصي سکټور سره لیدلي دي، رئيس جمهور مونږ ته ویلي، چې ۳۰ فیصده وخت به اقتصادي ودې ته وقف کړي، دا مونږ ته امید را کوي، چې هر ښه وړاندیز چې ولرو، تطبیق کیږي به.‪"‬

د حرکت مؤسسې اجرائيوي رئیس بیا وویل په نوي حکومت کې د اقتصادي ودې لپاره سیاسي اراده موجوده ده.

بل لورته د ماليې سرپرست وزیر حضرت عمر زاخېلوال، چې په نوي حکومت کې به د ولسمشر اقتصادي مشاور وي کنفرانس ته وویل اقتصادي مشاوریت به عینا د ملي امنیت د مشاوریت معادل بنسټ وي.

حضرت عمر زاخېلوال وویل ‪"‬پخوا مونږ یوازې د ملي امنیت شورا درلوده، اوس د ملي امنیت د شورا معادله د ملي اقتصاد شورا هم جوړیږي، چې هماغه د ملي امنیت د شورا ارزښت به ولري، د خصوصي سکټور ونډه به پکې ډېره فعاله وي، د ملي اقتصاد شورا همدا اوس جوړه شوې ده، او یا د کار په حال کې ده.‪"‬

د ماليې سرپرست وزیر وویل چې د ملي یووالي حکومت اصلاحاتو ته ژمن دی.

د خصوصي سکټور لپاره د اصلاحاتو د لومړیتوبونو پدغه کنفرانس کې ګڼو پانګوالو برخه اخېستې وه او دا کنفرانس به د نومبر په میاشت کې په لندن کې د کېدونکې غونډې لپاره هم سپارښتنې ولري.

دا کنفرانس به د اقتصاد په شپږو مهمو سکټورونو کرهڼې، کرهڼیزې سوداګرۍ، صنایع، عامه خدماتو، زیربناوو، او د استخراج په برخو کې ولسمشر ته سپارښتنې ولري.

ددې ترڅنګ به د فساد سره په مبارزه او د امنیت په ساتلو کې هم یو لړ سپارښتنې وړاندې کړي.

د نړیوال بانک په اساس افغانستان د نړۍ پر مخ ۱۶۴ هیواد دی، چې پانګوالۍ ته اسانتیاووې لري

XS
SM
MD
LG