د لاس رسي وړ اتصالات

اسماعیل خان: کابینه کمونیسته او دوه تابعیته ده


اسماعیل خان وايي د کابینې ډېر غړي هغه پخواني کمونستان دي چې افغانستان ته یې د شوروي ځواکونو راتګ یرغل ته لاره پرانستله.
اسماعیل خان وايي د کابینې ډېر غړي هغه پخواني کمونستان دي چې افغانستان ته یې د شوروي ځواکونو راتګ یرغل ته لاره پرانستله.

په افغانستان کې د مجاهدینو یو پخواني قومندان اسماعیل خان د ملي یوالي پر حکومت د خپلو نیوکو په ترڅ کې نوې کابینه کمونیسته او له هغو کسانو جوړه شوې وبلله، چې دوه ګوني تابعیتونه لري.

نوموړی وايي د ملي یوالي حکومت تر دې دمه د امنیت په راوستلو کې پاتې راغلی دی او دا چې د کابینې په ډېرو غړو کې هېواد ته د خدمت او مینې احساس نه لیدل کیږي.

دغه پخواني جهادي قومندان په تنده لهجه د اوسنۍ کابینې پر جوړښت کلکه نیوکه وکړه او ویې ویل چې د کابینې ډېرغړي هغه پخواني کمونستان دي چې د ده په خبره افغانستان ته یې د شوروي ځواکونو راتګ او پر دغه هېواد یې د هغوی یرغل ته لاره پرانستله.

ښاغلي اسماعیل خان وویل "موږ غواړو چې زموږ مجاهدین د خپلو ارمانونو او هغو ارزښتونو څخه د دفاع په خاطر چې د وینو په بدل کې یې ترلاسه کړي، په دغه نظام کې مستقیم حضور ولري. زه له همدغه ځایه دا خبره کوم چې هغه کابینه چې پنځوس فیصده غړي یې دوه ګوني تابعیتونه لري او اکثریت یې کمونستان دي، دغه هېواد ته به امنیت رانه ولي. "

نوموړی په ټېنګار سره وویل چې یوازې مجاهدین کولی شي په افغانستان کې امنیت او ثبات راولي.

د برېښنا او انرژۍ پخواني وزیر محمد اسماعیل خان په هرات کې په خپلو کور کې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې.

په دغې غونډه کې نژدې ټول ګډونوال پخواني مجاهدین او د اسماعیل خان پلویان وو.

اسماعیل خان چې په تېرو شاوخو یوې لسیزې کې د پخواني ولسمشر کرزي د کابینې غړی و، د جمهوري ریاست په تېرو ټاکنو کې د کاندید عبدالرب رسول سیاف لومړی مرستیال و. خو په دویم دور ټاکنو کې یې د عبدالله عبدالله ننګه وکړه.

دی لومړنی جهادي مشر نه دی چې په افغان حکومت کې د پخوانیو مجاهدینو د ونډې پر کموالي نیوکه کوي، تر ده وړاندې یو شمېرو نورو جهادي څېرو هم کلکې نیوکې کړي دي.

خو، له دې هر څه سره سره د افغانستان د ملي یوالي په حکومت کې د پخوانیو افغان مجاهدینو ونډه لا هم زیاته ده، او د کابینې ځینې نوي وزیران هم په پخوانيو جهادي ډلو ټپلو پورې تړلي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG