د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان سره سوداګري کمه خو ایران سره ډیره شوې


افغان سوداګر وایي چې هره ورځ له افغانستان څخه یوازې تر درې نیمو زرو ټنو پورې اوړه افغانستان ته راوړل کیږي

افغان سوداګر وایي چې هره ورځ له افغانستان څخه یوازې تر درې نیمو زرو ټنو پورې اوړه افغانستان ته راوړل کیږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي وایي، د خلکو د اقتصادي کمزورۍ او په مارکیټونو کې د پاکستاني توکو اخیستلو ته د لیوالتیا د کمیدو له امله په تیره میاشت کې افغانستان ته د پاکستاني محصولاتو په واردولو کې تر څلویښت فیصدو کمی راغلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، له پاکستان څخه افغانستان ته د وارداتو ډیر کموالی د خوړو او درملو د توکو په برخه کې راغلی دی.

ښاغلي الکوزي وویل "عموماً زمونږ په بازار کې تقاضا کمه شوې د خلکو د ژوند سطحه ټیته ده مال نه پلورل کیږي، اما له بل پلوه دغه سیاسي عوامل چې دي په مجموع کې د مدني ټولنې غالمغال، یو شمیر سوداګرو د مدني ټولنې غوښتنو ته لبیک ووایه او هم په بازار کې خلک نه غواړي چې پاکستاني توکې واخلي".

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د اټکل له مخې دا ټول عوامل ددې سبب شوي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د پاکستاني توکو په واردولو کې په تیره څه باندې یوه میاشت کې تر څلویښت فیصدو پورې کموالی راشي.

نږدې شبږ اونۍ وړاندې د درملو واردونکو یو شمیر افغان سوداګرو پریکړه وکړه چې له پاکستان څخه افغانستان ته درمل وارد نه کړي.

دغو سوداګرو له پاکستان څخه د درملو د نه واردولو علت د هغوی په وینا په افغانستان کې د ناامنۍ په پیښو کې د پاکستان د استخباراتو د ادارې لاس لرل ښودل او ادعا یې کوله چې پاکستان نیغ په نیغه د افغان حکومت مخالفو وسله والو سره د تروریستي پیښو په تنظیمولو کې مرسته کوي.

خو پاکستان تل دا ډول تورونه په کلکه رد کړي دي.

فغانستان او د پاکستان د سوداګرۍ کلنۍ کچه نږدې پنځه ملیاردو ډالرو ته رسیږي .

ایران سره سوداګري

د بلې خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي وایي په دې وروستیو کې ایران پریکړه کړې چې خپل تیل په افغانستان باندې هم وپلوري چې ورسره د دواړو هیوادونو په سوداګرۍ کې زیاتوالی راغلی دی.

افغان سوداګر وایی چې د تیلو سربیره له ایران څخه د ساختماني توکو واردات هم د پخوا په نسبت زیات شوي دي.

ایران وایي چې افغانستان سره یې د سوداګرۍ کلنۍ کچه دوه نیم میلیاردو ډالرو ته رسیږي خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه د یو میلیارد او دوسوه میلیونو ډالرو په شاوخوا کې اټکل کوي.

د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ د ادارې چارواکي بیا وایي چې د پاکستان څخه د وارداتو د کمې یو بل علت په افغانستان کې په کوردننه جوړو شوو توکو ته د افغانانو لیوالتیا ده.

د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ د ادارې رئیس محمد قربان حقجو د سه شنبې په ورځ د افغانستان د خوراکي توکو د نندارتون د پرانیستلو غوندې ته په وینا کې وویل چې اوس ډیر افغانان په خپل هیواد کې جوړ شوو توکو رانیولو ته لیواله دي.

ښاغلي حقجو وویل "له یو افغان په ځانګړې ډول په ناسمو امنیتي حالاتو کې چې راپیښ شول یوه اندازه فکر کوي چې په هغو پیسو چې یو جنس اخلي، هغه پیسې بیرته په یو بل هیواد کې په وسلو او چاودیدونکو توکو بدلیږي او راځي مونږ پرې وژني، د همدې له امله زمونږ د خلکو دا شعور د قدر وړ دی چې یو اواز پورته شو چې مونږ نور په بهر کې تولید شوي توکي نه اخلو په ځانګړي ډول د یو ځانګړې هیواد څخه".

د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ د ادارې رئیس وویل چې که دوی سل نندارتونونه جوړ کړی وی هغه به دومره ګټور نه وو لکه چې پخپله افغانانو په خپل سر د مستهلیکینو په توګه پریکړه کوي چې نور بهرني توکي نه اخلي.

همدې غونډې ته د افغانستان د کرهنې او مالدارۍ وزیر په خپله وینا کې وویل چې که چیرې افغان پانګه وال دننه په هیواد کې د مالدارۍ، چرګانو د فارمونو او د خوراکي توکو د پروسس د فابریکو د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي په بهرنیو هیوادونو باندې د افغانستان د سوداګرۍ اتکا نوره هم کمیدلی شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې په اوس وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ کلنۍ کچه اته ملیارده او اوه سوه میلونو ډالرو ته رسیږي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې په دغه اندازه کې یوازې پنخه سوه میلیونه ډالره د افغانستان صادرات دي او پاتې اته میلیارده او دوسوه میلیونه یې د بهرنیو هیوادونو په ځانګړې ډول له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته واردات شامل دي.

XS
SM
MD
LG