د لاس رسي وړ اتصالات

یوه طالب خپله ۹ کلنه خور ځانمرګه برید ته مجبوروله


سپوږمۍ وايي ورور یې فشار پر راوستی چې پر سرحدي پولیسو برید وکړي
سپوږمۍ وايي ورور یې فشار پر راوستی چې پر سرحدي پولیسو برید وکړي
په هلمندکي پولیسو یوه ۹ کلنه انجلۍ له ځانمرګي برید څخه وړاندي نیولې.په هلمند کې د سرحدي پوليسو د شپږم زون درستیزوال سمونوال حمیدالله صدیقي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وويل چې ځانمرګې برید کونکې انجلۍ په خانشین ولسوالۍ کې تیره شپه پوليسو نیولې ده.

نوموړی وايي د انجلۍ ورور چي په نوموړي ماشومي یې ځانمرګی برید کاوه د وسله والو طالبانو سیمه ييز قومندان دی .

ښاغلی صدیقي وایې چي ،، د وسلوالو مخالفینو پلان داسي وو چي دغه نجلۍ لمړی دیوه ځانمرګي واسګټ سره یوځای دتاغزپه سیمه کي دلمړۍ کنډک قوماندانۍ ته نیږدې پرسیند بلي خواته پوري باسي او تر شپې تېرولو وروسته سهار وختي پر سرحدي ځواکونو ځانمرګی برید ترسره کړي ،، .

د سرحدي پولیسو نوموړی مقام زیاته وي چي پدې پېښه کې خپله د انجلۍ ورور ملګری وو او هغه مهال سرحدي پولیس سیمي ته ورسیدل چي د اوبو د یخ والي له کبله يې د انجلۍ ږغ واوریدی .

دی زیاته وي چي د انجلۍ ورور له سیمي څخه تښتېدلی او پوليس يې د نیول کیدو په هڅه کي دي .

د نیول شوې ځانمرګې برید کونکې انجلۍ چي سپوږمۍ نومیږي خبري په لاندي لینک باندي اوریدلای شی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG