د لاس رسي وړ اتصالات

د هغې وړې کم عمره ناوې خسرګنۍ ته چې په افغانستان کی یی د ښځو د حقوقو ادارې ته تک شین او په وینو لړلی مخ وښوده، د بشري حقوقو نه د سرغړاونو او د شکنجې له امله د لس کاله بند سزا واورل شوه.

د پنځلس کلنې سحرګلې بدبختۍ ، د غونډ ملک پام ځان ته واړاوه او د دسمبر د میاشتی په آخر کی یی په بین المللی سطحه د غندنی طوفان راوستو. مامورینو وویل، خسرګنی یی هغه شپږ میاشتې په یوی تاکاوۍ کی بنده کړی وه ، او نوکان یی ایستلی وو، ګوتی یی ماتی کړی وې، او سرو سیخانویی وهلی وه چې فاحشه ګری ومني.

هغه د بغلان په ولایت کی هغه وخت وژغورل شوه چې ماما یی پولیسو ته خبر ورکړ.

د سحر ګلې ، خسر، خواښې، او ندرور هر یوه ته د سه شنبې په ورځ په کابل کی په محکمه کی د لس لس کاله بند سزا واورول شوه. دغه خبره قاضی صبغت الله راضی وکړه.

د سحرګلی میړه د افغان پوځ غړی، او اوښی یی چې دواړه ددی پیښی د را برسیره کیدو راهیسی تراوسه پوری پټ دی، هم مجرم ختلی دی. قاضی راضی وویل دا دواړه به هم چې ونیول شول بندیان شی

XS
SM
MD
LG