د لاس رسي وړ اتصالات

د ګورتیپې ماشومان هم له جګړو اغیزمن شوي


د ګورتیپې ماشومان هم له جګړو اغیزمن شوي
د ګورتیپې ماشومان هم له جګړو اغیزمن شوي

د ګورتیپې خلک اوس هم له ګرځیدو راګرځیدو ډډه کوي او ماشومان د کورونو د ضرورت وړ سودا له دوکانونو وړي، ددغې پراخې سیمې په هر کلي کې واړه، واړه بازارونه دي، خو د بازار یو نیم دوکان خلاص لیدل کیږي.

له یو ماشوم سره په پلاستکي کڅوړه کې کچالو دي، او دوه نور ورسره ملګري روان دي، فکر کیږي چې دغه وزن ددغه ماشوم له زور سره برابر نه دی، هغه کڅوړه په ځمکه کیښوده او لاسونه سولوي، د هغوي خواته ورځم چې د تیرو جګړو په اړه راته کیسه وکړي، د هغه دوه نور ملګري په منډه شول لکه چې له ناشنا خلکو ویره کوي، د هغه لاسونه یخنۍ ترک، ترک چولي وو او غوټۍ غوټۍ وینه یې په لاسونو د پاسه وچه شوې وه: "هغه ناصرخان نومیږي، کچالو راسره دي من مې په یوسل او شل افغانۍ واخیست، په پنځم ټولګي کې دې وایې چې دې د جګړو پر وخت له ویرې له کوره د باندې نه راوتم"

د لرخاو په سیمه کې یو زیات شمیر امریکایي قواو خپل پنډکي شاته اچولي او کتار روان دي، خو ددغه کلي ماشومان له امریکایي قواو سره یو ځای منډې وهي، هغوي ته خارجي قواوې چې یونیفورم لري ناشنا ښکاري، په دغه وړکي بازارګي کې د امریکایي قواو یو ټانک یو شمیر ماشومانو ته ودریده، د ټانک دروازه خلاصه شوه او یوشمیر ماشومانو ورمنډه کړه امریکايي عسکر یو ډول شیان پر هغوي وویشل، کله چې ټاک روان شو ماشومانو ورته لاسونه وښوځول.

ددغه کلي یو تن ماشوم چې تقریبا دولس کاله عمر لري د تیرو جګړو په اړه داسې وایې: "زما نوم عبدالمجید دې د قلاچې سیمه ده، دشپې به له چاپو ویریدو، د ورځې نه ویریدو خو دشپې ویریدو"

ددې ځای ماشومان له ټوپک سره اشنا دي، خو دغه خلک چې ټوپک ورسره دی ورته ناشنا ښکاري، او له پخوانو هغه کسانو سره چې ټوپک به یې درلوده توپیر لري.

د کندوز پوهنتون یو تن استاد سید کمال معنوي وایې چې جګړې پر ماشومانو بد اغیز کوي: “جګړې په ماشومانو بدې اغیزې لري، او ځوانان د جګړو له بدو اغیزو سره مبارزه کولې شي، دغه اغیزې د ماشومانو په راتلونکې ژوند کې په رواني کړو وړو کې څرګندیږي، هغوي بیا غصه کوي، کینه لري، عقده لري، توند خویه وي چې دا ټول بد اثرات دي، او ماشوم هر وخت په وهم فکر کوي”

په ګورتیپه کې د دولت د مخالفو ډلو له خوا پر عامو خلکو له مازیګر وروسته د ګرځیدو راګرځیدو بندیز لګیدلې و، او په دې وروستو هفتو کې دغه بندیز نور هم سخت شوی و.

د ګورتیپې د قلاچې، حکیم بای، او لرخاو په سیمه کې خلک له خپلو کورونو د باندې راوتي، او پیتاوي ته ناست دي.

ګورتیپه د کندوز د ښار اړونده سیمه ده چې د ښار غرب لور ته په شل کیلومترۍ کې پرته ده، له تیرو درې کالو راپه دیخوا په دغه سیمه باندې دولتي قواو حاکمیت نه درلوده، خو تیره ورځ د یو لړ پراخو عملیاتو په ترڅ کې ګورتیپه او د چاردرې ولسوالي د دولت تر ولکې لاندې راغله.

د ګورتیپې یو اوسیدونکي له قومي وسله والو چې د محلي پولیسو په نامه یادیږي شکایت کوي، خو یو بل بیا د خپلې سیمې د سرک د بیا رغولو او نورو سهولتونو غوښتنه کوي: “زمونږ نه سر خوندي و نه مال له چاپو ډیر په عذاب وو، او اوس که امنیت شي او کراري شي دا ډیر لوی سهولت دی، له مونږ سره دې دزراعت په باره کې مرسته وکړي، او برق دې راته راولي او سرک دې راته جوړ کړي”

((مونږ خومخکې د طالبانو له لاسه هم نه شو راوتلې ، له پولیسو او ملي اردو خوشاله یو خو اربکیان خلک په عذابوي، چې ماښام شي د کورونو دروازې ډبوي چې بستر اوړۍ او څراغ راوړۍ.))

د ګورتیپې په ځای ځای کې امریکایې قواو او پولیسو مرکزونه جوړ کړي، او د ځینو نور مرکزونو په جوړولو بوخت دي، د مازیګر زیړ لمر د ونو د ښاخونو تر شا د غره په سر د ټیټیدو پر وخت د شپې د راتلو نښه ده، او ددغې سیمې خلک د یو نوي سهار په طمعه دي.

XS
SM
MD
LG