د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ثبات د چین ثبات دی


چین او افغانستان د خپلو اړیکو شپیتمه کلیزه ونمانځله.
چین او افغانستان د خپلو اړیکو شپیتمه کلیزه ونمانځله.

افغانستان او چین د خپلو رسمي اړیکو ۶۰ کلیزه ونمانځله او په دغه لړ کې د افغانستان لپاره د چین سفیر په یو بیساري ګام کې کندهار ولایت ته ولاړ.

دا لومړی ځل بلل کیږي چې په تېرو څه باندي ۴۰ کلونو کې د چېن یو لوړ پوړی ډيپلومات د افغانستان جنوب ته سفر کوي.

سفیر دینګ زیجون وویل چې هېواد به یې تر ۲۰۲۰ کاله پوري په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان شاوخوا درې زره حکومتي مامورین وروزي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان د سولې پر خبرو هم تم شو او د خپل هیواد ثبات یې د افغانستان له ثبات سره تړلی وباله.

هغه وویل "چین او افغانستان نږدې ګاونډيان دي او برخلیک یې هم یو دی.ستاسي ثبات زموږ ثبات دی او زموږ ثبات ستاسي ثبات دی، چین ته تر ټولو مهمه دا ده چې په افغانستان کې سوله او پرمختګ وي."

ښاغلي زیجون همدغه راز افغانستان ته د ۵۰۰ نویو تحصیلي بورسونو خبره هم وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان سره به دوه میلیارده چېنايي ینو مرسته هم، د افغان حکومت اړتیاو ته په کتولګوي.

د چین سفیر وویل د هېواد لپاره یې تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې په افغانستان کې سوله وي.
د چین سفیر وویل د هېواد لپاره یې تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې په افغانستان کې سوله وي.

په همدې حال کې د کندهاروالي ډاکتر همایون عزیزي په افغانستان او به خاص ډول په کندهار کې د چین مرستې او رول مهم وباله.

هغه وویل "که چېن زموږ سره په بنسټيزو برخو لکه معارف، سړکونو په جوړولو او نورو برخو کېمرسته وکړي، موږ يې هر کلی کوو او هر راز زمینې برابرولو ته یې تیار یو."

د میرویس حوزوي روغتون په کندهار کې د چین تر ټولو مهمه پروژه بلل کیږي چې دغه هېواد ۴۰ کاله مخکې جوړ کړی دی.

د کندهار د عامي روغتیا ريس ډاکتر عبدالقیوم پخلا وايي چې اوس دغه روغتون بیا رغونې او تجهیز ته اړتیا لري.

چین دا مهال یوازې په سیمې کې نه بلکې په نړۍ کې هم د یو ستر اقتصادي ځواک په توګه پېژندل کیږي، دغه هېواد په افغانستان په تېرې شاوخوا یوې لسیزې کې له افغانستان سره میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د دغه هېواد تر ټولو لویه پانګونه په لوګر ولایت د مس عینک د کان راسپړل و چې دا مهال يې د ځینو امنیتي ستونزو له کبله یې چارې ځنډول شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG