د لاس رسي وړ اتصالات

کوبیش: په افغانستان کې د ملیکانو تلفات ۲۰ په سلو کې کم شوي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازی جان کوبیش وایي چې د تیر کال په پرتله د روان میلادي کال په لومړنیو څلورو میاشتو کې د ملکیانو مرګ ژوبله شل په سلو کې ټیته شویده. دا لومړی ځل دی چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه ښه خبر اوریدل کیږي.

تمه کیږي چې په 2014 میلادي کال کې به نړیوال عسکر د افغانستان نه اوځي چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د کچې ټیټیدل د هغوي د وتلو لپاره زیری ګڼل کیږي. د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په سر د افغانستان د دولت او نړیوالو ځواکونو تر منځ اړیکې هم پدې تیرو څو کالونو کې چې جګړه روانه ده، زیاتې خرابې شولې او افغان ولس هم بهرنیو ځواکونو ته په ښه سترګه نه کتلې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي جان کوبیش وایي چې د روان میلادي کال په لومړنیو څلورو میاشتو کې دومره جګړه نده شوې او بله دا چې افغان امنیتي ځواکونو او په ځانګړي ډول نړیوالو ځواکونو د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره پوره کوښښ کړیدی. " د ناټو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو پوره زیار ایستلی دی چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي او پدې برخې کې یې جدي اقدامات کړیدي. "

ښاغلي کوبیش د دې نه ډډه وکړه چې ووایي څومره ملکي خلک په تیرو څلورو میاشتو کې وژل شویدي خو زیاته یې کړه چې د امریکا د شیکاګو په ښار کې د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو د غونډې نه وړاندې به د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه خپل راپور خپور کړي.

د ناټو مشران د همدې میاشتې په پای شپو کې په شیکاګو کې پدې خاطر جرګه کیږي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د لګښت د پوره کولو په سر خبرې وکړي.

سږ کال په افغانستان کې د ژمي په موسم کې هوا دومره سړه وه چې په تیرو دیرشو کالونو کې یې ساری ندی لیدل شوی او د جګړې د کمیدو یو دلیل همدغه د ژمي سړه هوا هم ده. په افغانستان کې معمولاً د ژمي په موسم کې جګړې دومره ډیرې نه وي خو د پسرلي په شروع کیدو سره جګړې هم زور اخلي. طالبانو لا دمخه خپل پسرلني عملیات پیل کړیدي چې د کابل د ښار په شمول یې د هیواد په څو ولایتونو کې غټ ځانمرګي بریدونه کړیدي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې پروسږ کال په افغانستان کې د 3 زرو نه زیات ملکي خلک وژل شوي او شاوخوا 4 زره او 5 سوه ټپي شویدي. زیات شمیر ملکي خلک په بمي چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې وژل شویدي.

د ملګرو ملتونو خاص استازی جان کوبیش پدې اړه داسې وایي:" ولسي وګړو ته زیاته مرګ ژوبله د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفینو لخوا د بمي چاودنو ، ځانمرګي بریدونو او د هغوي د نورو فعالیتونو له وجې پیښیږي. "

سره لدې چې طالبانو ژمنه کړیده چې سږکال د اوړي په موسم کې د خپلو جګړو پر وخت به پوره کوښښ کوي چې ملکي خلکو ته زیان ونه رسیږي خو د پنجشنبې په ورځ د هلمند په ولایت کې د بم په یوې چاودنې کې 7 تنه ولسي خلک ووژل شول چې پنځه تنه یې ماشومان وو.

د ناټو د ځواکونو په عملیاتو کې هم په څو تازه پیښو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي غصه یې هم راپارولې ده. کرزي ویلي ؤ که چیرته په افغانستان کې د افغان ولس ژوند خوندي نه وي نو د امریکا سره د همکارۍ ستراتیژیک تړون هیڅ مانا نلري.

په روان میلادي کال کې د څو ناوړه پیښو له وجې د امریکا او افغانستان اړیکې هم ترینګلې شولې. د بګرام په هوایي ډګر کې د امریکایي ځواکونو لخوا د قران کریم د نسخوو غیرې عمدي سوځول او د کندهار په ولایت کې د یوه امریکایي عسکر لخوا د 17 تنو کلیوالو خلکو د وژلو دوې هغه غټې پیښې وې چې د کابل او واشنګټن د اړیکو مزي یې هم سست کړل. خو ښاغلی کوبیش وایي چې ناټو د دا شان پیښو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات کړيدي.

XS
SM
MD
LG