د حکومت ماموران وايي چې نن د افغانستان په شمال کې د بغلان په ولایت کې د واده د مراسمو پر وخت د یوه کور د رالوېدلو له امله کم ترکمه شپېته کسان مړه او د څلوېښتو نه زیات زخمیان شوي دي.
د وژل شوو خلکو اکثریت ښځې اوماشومان وو.
مامورانو وویل چې د یوې څو منزله ودانئ یو پوړ راولوېده.
پېښه د جلگې په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه.
د حکومت مامورانو وویل چې د مړو او زخمیانو په باب معلومات راټولول گران دي ځکه دغه پېښه په یوه ډېر لري پراته کلي کې شوې ده.
د افغانستان په اطرافو کې معمولا خلک خپل کورونه د خامو خښتو او لرگو نه جوړوي چې چندان زیاته پیاوړې پشتوانه نه لری.