د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي پوځ: د شخصي امنیتي کمپنیو ختمولو کې د کرزي ملاتړ کوو


امریکايي پوځ: د شخصي امنیتي کمپنیو ختمولو کې د کرزي ملاتړ کوو

امریکايي پوځ: د شخصي امنیتي کمپنیو ختمولو کې د کرزي ملاتړ کوو

د افغانستان جمهورریس حامد کرزی د خپلی هغی ژمنی پخلئ کړیدی چی غواړی د روان کال تر اخره ملک کی فعال شخصی امنیتی شرکتونه وتړی.

د امریکا غږ خبریال مایکل بومن وایی چی د امریکا پوځ هم د جمهورریس کرزی سره په دی کار کی ملگرتیا کوی.

د امریکایی تلویزیون اې بي سي سره مرکه کی جمهور رئیس کرزی وویل چې افغانستان کې موجود شخصی امنیتی شرکتونه د خپل حد نه وتلی دی او نام بدی پیدا کوی

هغه وایی: موږ فیصله کړیده چی هغه قوتونه ختم کړو چی د افغانستان د حکومت سره متوازی یو بل امنیتی سیستم چلوی. دغه شرکتونه نه یوازی د اداری فساد باعث کیږی. بلکی د خلکو د لوټلو او په عذابولو سبب کیږی.

ښاغلی کرزی دا هم وایی چی دا هم نه ده معلومه چی همدا شخصی امنیتی شرکتونه څه معلوم چی دورځی د امنیتی او دشپی د تروریستی فعالیتونو سره ملگری وی. او بل دا چی دوی په میلیاردو ډالر هم ضایع کوي.

جمهورریس کرزی د شخصی امنیتی شرکتونو په تړلو کی د افغانی او غیر افغانی فرق نه دی کړئ. هغه وویل چی دوی ته یوازی دومره اجازه ورکول کیدای شی چی د سفارت خانو دننه یا د موسیسو په دفترو کی کار وکړی . خو د افغانستان لارو کوڅو ته نشی راوتلای.

د افغانستان جمهورریس وایی چی د دغو شخصی امنیت شرکتونو وجود د افغانستان د دولتی امنیتی قوی د کارونو دپاره هم یو ناسور گرځیدلی دی. او څومره زر چی کیدای شی باید وتړل شی

هغه زیاته کړی: څومره چی انتظار ورته کوو دومره به تاوان کوو. په پیل کی د امریکا پوځ د جمهورریس کرزی په فیصله حیرانی ښودلی وه. ځکه چی نظامی مبصرین فکر کوی چی د افغانستان امنیتی قواوې دومره تکړه نه دي چې ددې شخصي شرکتونو ځایی ونیسی .

په افغانستان کی د امریکایی او ناټو د قواو قوماندان جنرال ډیوډ پیټریس د سی بی ایس امریکایی تلویزون سره مرکه کی دا حقیقت منلی دی او ویلی دی چی دا زمونږ وظیفه ده چی د جمهورریس کرزی د امر سره مرسته وکړو او دا یقینی کړو چی زموږ پیسی زموږ د کارونو د ضعف دپاره استعمال نه شي.

پیټریس وايي: موږ د دی نوی فیصلی ملاتړ کوواو تر خپله وسه کوشش کوو چی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دومره قوي شي چې د آینده غم وخوړلی شي.

هغه وایی چی کیدای شی موږ امریکایی پوځیان د دغو شخصی امنیتی شرکتونو نه پاتی شوی کارونه په غاړه واخلو او د افغانستان پوځ نور هم باید ځانونه عیار کړي.

دا وخت افغانستان کی په لسهاو زره کسان چی ددغو شخصی شرکتونو سره کار کوی د نړیوال قواو لخوا په کار گومارل شویدی. په دې برسیره غیر دولتی موسسو او نړیوالو خبری اژانسونو هم د خپل امنیت دپاره د شخصي امنیتي کمپینو کسانو ته دنده ورکړې.

XS
SM
MD
LG