د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي څارنوالانو د کرزي د ورور خلاف تحقیقات پیل کړي


د امریکا فدرالی څارنوالانو د افغانستان د جمهور رئیس حامدکرزي د ورور خلاف جنايي تحقیقات پیل کړي دي.

د وال ستریت ژورنال ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې د نیویارک د ایالت څارنوالان په دې هڅه کې دي چې دا خبره تثبیت کړي چی آیا دوی په کافی اندازه شواهد لري که نه چی دا ثابته کړي چې محمود کرزي مالیه ورکړیده که نه، له خلکو نه یې په زور او جبر پیسې اخیستي دي که نه، او شتمني یې غصب کړیده او که نه.

رپوټ وايي چې محمود کرزی د امریکا تبعه دی. په دغو تحقیقاتو کی به د افغانستان بانک مدیره هیئت او یو شمیر د مخدره موادو قاچاقبران هم شامل وي.

د وال ستریت ژورنال له ورځپاڼی سره په مرکه کی محمود کرزي دغیرقانونی کارونو له کولونه انکار وکړ.

هغه وویل چی ددی تجارت او شتمنی په مشروع لاره په لاس ورغلی ده. هغه ورځپاڼی ته خپل مالی اسناد ښودلی دی چی هغه ١٢ ملیونه ډالره گټه کړیده.

خو ورځپاڼه وايی چی له ٢٠٠١ میلادی کال نه مخکی دهغه مهم تجارت دمساچوسټ په ایالت کی یو رستورانت و.

رپوټ وايی چی محمود کرزی اسوشیتید پریس ته ویلی دی چی هغه دیته ځای برابروی چی دخپلی مالیی په برخه کی تعدیل اوآصلاح راولی چی دهغه د نورو عوایدو څرگندونه وکړی.

هغه وویل چی دی به دهغو عایداتو رپوټ هم ورکړی چی په مریلنډ کی دهغه د کور له کرایی نه لاسته ورغلی دی او په دوبی کی د خپل جایداد له خرڅولو نه لاسته ورغلی دی. محمود کرزی وویل چی ده اته سوه زره ډالره په دی توگه گټلی دی چی ډیر لوکس کورونه یی په دوبی کی اخیستی دی او بیایی سمدلاسه خرڅ کړیدی. دا پانگه یی له افغانستان بانک نه په پور اخیستی وه.

بل لور ته، د استرالیا څارنوالان وايی چی دوی به دهغو دری تنو پخوانیو عسکرو خلاف رسمی تورونه ولگوی چی په افغانستان کی یی په یوه چپاو کی پنځه تنه ماشومان وژلی وو.

څارنوالان وايی چی په دغو کسانوبه څو تورونوه ولگول شی چی په دی جمله کی دانسانان وژنه، خطرناک اعمال سرته رسول او له امر سره سم کارنه کول شامل دی.

دغه تورونه دکومانډو عسکرو له هغه ناڅاپی چپاو سره تړاو لری چی دافغانستان داورزگان ولایت په یوه ځای کی د ٢٠٠٩ د فبروری په میاشت کی په دی گمان شوی وچی هلته به طالبان پټ وی.

په دغه برید کی شپږ کسان او چی پنځه ماشومان هم پکی شامل وو ، وژل شوی وو.

رپوټ وايی چی دیوی ادعا له مخی عسکرو په ناسم ځای باندی برید کړی و. د شپږ و عسکرو له جملی نه دوه کسان وايی چی دوی به له ځان نه دفاع وکړی.

هغوی یوه بیانیه خپره کړله او وی ویل چی په دغه ودانی کی یو مشکوک یاغی و او هغه ددی سبب شو چی دغه مرگونه وشول او هغوی ادعا وکړله چی ددوی عمل ددی سبب شو چی دنورو استرالیایانو ژوند خوندی شی.

XS
SM
MD
LG